لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس110نور کسان مړه شوي،د4000 ناروغانو وضعیت اندېښمن


پاکستان کې په کرونا وایرس دخلکو داخته کېدو اؤ دمړینې لړۍ دتم کیدو نوم نه اخلي اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې نور 110 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

پاکستان په کرونا دقابو موندنې دچارو دسرکاري ادارې د شمیرو له مخې دتېرو څلېریشتو ساعتو په مهال دپاکستان بیلابیلو برخو کې نور 5364 کسان هم په کرونا وایرس اخته شوي دي.

دا شمیرې څرګندوي چې تر اوسه پاکستان کې ټولو اوو لکو اؤ 45182 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ 15982 پرې مړه شوي دي.

شمیرې دا هم ښایي چې دا مهال هیواد کې د کرونا د فعالو پېښو شمیره 78425 ده ولې په دې کې د4000 زیات ناروغان داندېښمن حالت سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې په وړومبي پړاؤ کې ډاکټرانو اؤ هغو طبي مامورینو ته د کرونا ضد ویکسین لګول شوي چې ددې وبا په ضد په وړومبي کتار کې مبارزه کوي اؤ په دویم پړاؤ کې دشپیتوؤ کالو نه په بره مشرانو ته دا ویکسین لګول کیږي.

د22 کروړه ابادۍ لرونکي هیواد پاکستان کې لا تر دې مهاله په عامه توګه د ویکسین لګولو عمل نه دی پیل شوی اؤ حکومت وایي چې د روانې میاشتې اوږدو کې به هیواد ته په لویه کچه دا ویکسین راورسیږي چې له هغې وروسته به د هر عمر لرونکو کسانو ته د ویکسین لګولو لړۍ پیل شي.

پاکستان د پینځوؤ کمپنیو ويکسينو ته اجازه ورکړې چې پکې درې د چين، يوه د برتانيې او يوه د روس کمپني شامل ده، ځایي کمپنۍ کولی شي چې دغو کمپنيانو نه د کرونا ضد ويکسين واخلي.

ډاکټران اؤ حکومتي چارواکي وایي پاکستان کې د کرونا دریمه څپه ډیره خطرناکه ده اؤ روزانه په دې هیواد کې زرګونو کسانو ته دا وایرس ورپورې کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG