لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغان جګړه کې ۲۴۱۰۰۰ کسان مړه شوي او ۲.۲۶ ټریلینه ډالره لګښت راغلی


واشنګټن - د افغانستان په اړه د جمعې په ورځ په یوې خپره شوې څېړنه کې ویل شوي چې د تېرو دوو لسیزو راهیسې په روانو جګړو کې په افغانستان کې ۲۴۱۰۰۰ کسان وژل شوي او دا جګړه تر ننه امریکا ته په ۲.۲۶ ټریلینه ډالرو تمامه شوې.‌

د جګړې د لګښت یا کاسټ اف وار پروژه د برون پوهنتون د واټسن انسټیټیوټ او د باسټن پوهنتون د پېرډي مرکز لخوا جوړه شوې.

دوی په خپل راپور کې ویلي، دغه مالي لګښت په دواړو افغان عملیاتو او هغه چې په ګاونډي پاکستان کې ترسره شوي راغلی دی.‌

د امریکا ولسمشر جوبایډن د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ټول امریکايي ځواکونه به په نړیوال سوداګریز مرکز باندې د برید په شلمه کلیزه یعنې د سپټمبر تر یولسمې پورې ووځي.

پنټګان ویلي، اوس وخت د دې دی چې دا جګړه پای ته ورسېږي.

بایډن وویل، له افغانستان څخه د پاتې ۳۰۰۰ امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر به د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیلېږي.

د کاسټ اف وار پروژې همدارنګه اټکل کړی چې ۲۴۱۰۰۰ کسان نېغ په نېغه ددې جګړې په پایله کې مړه شوي دي.

په دغو مړو شویو کسانو کې لږ تر لږه ۷۱۳۴۴ ملکي وګړي، ۲۴۴۲ امریکايي سرتیري، ۷۸۳۱۴ افغان امنیتي ځواکونه او ۸۴۱۹۱ وسلوال مخالفین وژل شوي دي.‌

په راپور کې ویل شوي چې دا شمېرې تخمیني دي او د ګڼو معلوماتي سرچینو پر بنسټ راټولې شوې دي.

د برون پوهنتون پروفیسره او د کاسټ اف وار پروژې مرستیاله مشره کټرین لوټز وویل،

"دا ویرونکې شمېرې د جګړې بیه ده چې تر ټولو زیاته خپله افغانانو پرې کړې او بیا پسې د امریکا سرتیرو او خلکو. د جګړې ژر تر ژره پای ته رسول یواځینی معقول او انساني کار دی چې باید وکړای شي."

د دغې پروژې مخکښه څېړونکې او د باسټن پوهنتون پروفیسره نیټا کراوفورډ وايي، د امریکا د دفاع وزارت لخوا تر ۹۰۰ بیلینو زیات ډالر لګېدلي دي.‌

په نورو پيسو کې د راپور له مخې، ۴۴۳ بیلینه د پنټګان په بنیادي بجټ کې زیاتوالی راغلی تر څو جګړه پر مخ بوځي، ۲۹۶ بیلینه له جګړې راستانه شویو کسانو د حفاظت او ۵۳۰ بیلینه د هغو پیسو د سود یا ګټې په برخه کې تللي کوم چې د جنوبي اسیا په دغه هېواد کې د پوځ په ګمارلو باندې راغلی او همدارنګه ۵۹ بیلینه په بهر کې د بیړنیو چارو لپاره د ځآنګړي شوي فنډ پیسې دي.

کراوفورډ زیاتوي، "د افغانستان د جګړې په لګښتونو کې پاکستان ته د پیسو زیاتول، د میلیونونو کسانو مهاجرت او بې ځایه کېدل، د جګړیزو او غیر جګړیزو کسانو د ژوند له لاسه ورکول، له جګړې څخه د راغلو کسانو ساتنه او داسې نورې برخې هم شاملې دي."

پاکستان چې په ۲۰۰۱ کال کې یې په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ لاندې پوځي یرغل سره یوځای شوی، خپل لوري ته د ۲۶۰۰ کیلومټره اوږدې ډیورنډ کرښې سره پوځي عملیات ترسره کړي چې په افغانستان کې مېشته نړیوالو ځواکونو یې ملاتړ کاوه.

واشنګټن د پاکستاني عملیاتو لګښت اسلام اباد ته د ایتلافي ځواکونو د ملاتړ له فنډ څخه ورکړی دی.‌

د کاسټ اف وار پراجېک لخوا ویل شوي چې په دغو ۲.۲۶ ټریلینه ډالرو کې هغه پیسې نه دې راغلي چې د امریکا حکومت یې باید د افغانستان له جګړې څخه په راغلو سرتېرو باندې ټول عمر لګوي او نه هم د هغو پیسو سود چې د جګړې د لګښت لپاره پور اخېستل شوې.

راپور وايي، په دې اړه لا بشپړ حساب باید راټول شي.‌ په دې لګښتونو کې باید نه یواځې پيسې شاملې وګڼل شي بلکه هغه چې ژوبل شوي، هغه چې لاس او پښې یې پرې شوي، د جګړې رواني اغیزې چې په لسیزو به په سرتیرو او د هغوی په کورنیو باندې پاتې شي.‌

د جګړې د لګښت یا کاسټ اف وار پروژه لس کاله مخکې د یوې ډله پوهانو لخوا پیل شوې وه چې په افغانستان، عراق او نورو ځایونو کې د سپټمبر د یولسمې له برید وروسته د جګړې لګښتونه سره راټول کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG