لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د درې نېمو میاشتو په مهال دافغان طالبانو دریم کمانډر وژل شوی


سر چينې وائي دطالبانو دننګرهار ولایت وتلی نظامي قوماندان مولوي نیک محمد رهبر دګل په ورځ مازیګر ناوخته دپيښور حاجي کیمپ سيمه کې دنامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

دتېرو درې نیمو میاشتو په مهال دا طالبانو دا دریم کمانډر دی چې په پېښور کې وژل کیږي.

سرچینې وایي قوماندان رهبر دننګرهار په کچه دطالبانو یو مضبوط نظامي مسول ؤ چي اکثره غټ اومهم پلانونه به دده لخوا عملي کیدل.

د پېښور پوليسو دغه سيمه کې د نامعلومه وسله والو لخوا د يو تن د وژل کیدو او درېوؤ نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی خو میډیا سره یې ددې پېښې نور جذئیات نه دي شریک کړي.

دننګرهار والي ضیاء الحق امر خیل هم دیادې پېښې پخلی کړی اؤ په ټویټر یې لیکلي چې دې پېښه کې د مولوي نیک محمد رهبر د وژل کیدو ترڅنګ دطالبانو دښاري شبکې مسول عزیز الله اؤ دهغه دوه نور ملګري ژوبل شوي هم دي.

سرچينو وی او ای ډيوه ته ويلي مولوي نېک محمد رهبر پېښور ته د علاج په غرض راغلی ؤ چې د نامعلومو وسله والو لخوا په برید کې ووژل شو.

ځايي پوليس وایي دپېښېې په اړه يي پلټنې پیل کړي خو لا په سمدستي توګه نه ده واضحه شوي چې دې مرګ ژوبله کې څوک ککړ دي؟

څيړونکې او خبريال طاهر خان وايي نیک محمد رهبر د افغان طالبانو مهم کمانډر ؤ اؤ په ننګرهار کې يې د داعش خلاف ګڼ عمليات ترسره کړي وؤ.

طاهر خان زياتوي داسې راپورونه دي چې د محمد رهبر د وژلو ذمه واري هم داعش ډلې په غاړه اغستې خو ازادو سرچينو دغه تائيد نه دي کړې.

په پېښور کې تېرو نیزدې درې نیمو میاشتو په مهال دا دريمه پېښه ده چې د افغان طالبانو مشران یا کمانډران پکې په نخښه شوي دي.

دجنورۍ په میاشت کې دپېښور ترناب سیمه کې دملا تور په نوم دطالبانو یو قوماندان وژل شوی ؤ اؤ له هغې یوه میاشت وروسته فرورۍ کې بیا دپېښور په بخشو پل سیمه کې دلغمان ولایت دپاره دطالبانو نومول شوی والي عبدالحیئ دهغه دکور ترڅنګ وسله وال برید کې وژل شوی ؤ.

خو دطالبانو ددې مشرانو له وژنې وړاندې هم ديو شمېر افغان طالبانو دمشرانو وژنې يا شتون په پاکستان کې رپورټ شوي.

په کال 2016م کې دپاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان طالبانو مشر مولا اختر منصور هم په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ.

دهغه له وژنې وروسته داسې شواهد مخې ته راغلي وؤ چې ملا اختر محمد منصور دپاکستان شناختي کارډ اؤ پاسپورټ لرلو په دغه شناختي کارډ یې په کراچۍ ښار کې جائیدادونه هم اخستي وؤ.

هم دا راز په بیلابیلو وختونو کې د نورو یو شمیر طالب مشرانو پاکستان کې دموجودیت خبرونه هم مخې ته راغلي دي.

د تېر دسمبر په نيمائي کې دعبدالغني برادر په مشرۍ دطالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته له سفر وروسته په یو نامعلوم ځائ کې جوړه شوې ویډیو کې لیدل شوی ؤ.

په دغه ویډیو کې لیدل کیده چې دطالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر خپلو پلويانو ته وینا کوي۔

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه ويډيو راښکاره کيدو نه وروسته يو بيان کې په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو او د جنګياليو په شتون انديښنه څرګنده کړې وه او ويلي وؤ دا دسولې خبرو ته ستونزې جوړولی شي.

دا پېښې په داسې مهال رامخې ته شوي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په خپله یوه وروستۍ وینا کې ويلي وؤ افغانستان سره د دوستۍ اؤ دښمنۍ انتخاب دپاکستان په لاس کې دی اؤ نن پاکستان دپاره دتصمیم ورځ ده.

هغه ویلي وو"که زمونږ هیواد ناارامه وي نو دوئ(پاکستان) به هم ناارامه وي اؤ که زمونږ هوساینه غواړي دوئ به هم هوسا شي”

د افغان طالبانو په پېښور کې د وژنې په اړه د پاکستان حکومت په رسمي توګه څه نه دي ويلي خو دافغان طالبانو دملا تړ کولو تورونه پاکستان وخت په وخت ردوي.

دپاکستان حکومتي او فوځي چارواکي يي په تواتر سره دا خبره کوي چې پرامنه افغانستان د پاکستان په ګټه دی او په پاکستان کې امن په افغانستان کې د امن سره تړلی دی۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG