لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دوؤ کالو نه کمه موده کې 33 اربه ډالر بهرني پورونه اخستي


پاکستاني مطبوعات داسټیټ بینک دشمیرو په اساس وایي چې دعمران خان حکومت دجولایي کال2018م نه تر مارچ 2021م پورې دنزدې 33 اربو ډالرو بهرني پورونه ترلاسه کړي دي.

دپاکستان لخوا ترلاسه کړو پورونو کې یورو بانډونه هم شامل دي اؤ ددې پورونو 76فیصدي برخه یعنې 25 اربه ډالر ددې دپاره اخستل شوې چې حکومت پرې دکلیز بجټ اؤ ورکړل کېدونکو پیسو توله برابر وساتي.

دپاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دولتي بینک د شمیر شمیرو په اساس خپل یو رپورټ کې ویلي چې حکومت نه بهرني سرکاري پورونه 15 اربه ډالر په بره تللي دي اؤ ددې مطلب دا دی چې په پور اخستل شوې نورې پیسې پاکستان دخپلو زړو پورونو په ورکولو کې ورکړي دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اقتدار ته له رسیدو مخکې دبهرنیو پورونو سخت مخالفت کولو اؤ دعوه یې کړې وه چې که هغه اقتدار ته ورسیدو نو ځان به مړ کړي خو دبهر نه به په پور پیسې وانه خلي.

خو اقتدار کې له راتلو وروسته دهغه حکومت بې دریغه بهرني پورونه واخستل اؤ‌ ددې علت وزیراعظم عمران خان دا ښایي چې کله هغه حکومت سمبال کړو نو خزانه خالي وه اؤ پاکستان ته دتیرو حکومتونو لخوا داخستل شوؤ پورونو سودونه ورکول پغاړه وؤ نو ځکه ددغو سودونو خلاصولو دپاره دهغه حکومت اړ ؤ چې په سود نورې قرضې واخلي.

په رپورټ کې راغلي چې دتحریک انصاف حکومت یوازې دتېرو نهو میاشتو په موده کې 10.3 اربه ډلر بهرني پورونه اخستي دي چې دې کې د یورو بانډونو دلارې اخستل شوې قرضې هم شاملې دي.

دانسټي ټیوټ اف پالیسي ریفارمز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې دا مهال دپاکستان معیشت ته کومه ستره ستونزه پېښه ده هغه دبهرنیو پورونو دستنولو اؤ په هغې د ورکړل کیدونکو سودونو ده.

په دې رپورټ کې راغلي چې پاکستان دبهرنیو پورونو په خلاصولو کې ښې ډيرې پیسې ورکړې هم دي خو بیا یې هم ورځ تر بلې دبهرنیو پورونو بار سیوا کیږي.

دغه رپورټ وایي چې د درنو بهرنیو پورونو له امله به دپاکستان معیشت دشرحه نمو دټېټې کچې اؤ دمحدودو برامداتو سره دسقوط یا دیوالیه کېدو پغاړه ولاړ وي.

رپورټ کې ویل شوي چې دحکومت امدن ترلاسه کوي دهغې زیاته برخه د پورونو په بېرته ستنولو اؤ په هغې ورکړل کېدونکو سودونو کې ځي اؤ دمعاشي پرمختیا اؤ پرمختیایي لګښتونو دپاره ورسره ډیرې کمې پیسې پاتې کیږي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG