پاکستان کې دناقانونه ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک په فشار هیواد نه دفرانس دسفیر د ویستلو په اړوند دحکومت لخوا پارلیمان ته دپرېکړه لیک وړاندې کیدو نه وروسته وزیراعظم عمران خان په ډاګه کړې ده چې حکومت یې ددغه تندروه ډلې نه دبندیز لرې کولو هیڅ اراده نه لري.
د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې د نهې په ورځ پارلیمان ته دفرانس د سفیر د ویستلو په اړوند دپرېکړه لیک وړاندې کولو نه څو ساعته وروسته وزیراعظم عمران خان دخپل ګوند دپارلیمان دغړو یوې غونډې ته ویلي چې تحریک لبیک باندې کوم بندیز لګول شوی دهغې ختمولو دپاره به دغې ډلې ته عدالت ته تګ وي.
تندروه ډلې تحریک لبیک دتیرې اوونۍ راهسې پاکستان کې دتشدد نه ډک احتجاجونه پیل کړي وؤ اؤ غوښتنه یې کوله فرانس کې دپیغمبر محمد(ص)دسپکاوي دشائع شوؤ خاکو پسر دې دفرانس سفیر له هیواده وویستل شي اؤ ددغه هیواد سره دې هر رقم اړېکې غوڅې کړل شي.
په دغو احتجاجونو کې د شپږو پولیس عسکرو د وژل کیدو،د 800نورو دژوبل کیدو اؤ ګڼ شمیر ګاډو ته دنقصان رسول کیدو وروسته حکومت دغه تندروه مذهبي ډله باندې بندیز لګولی اؤ دهغوئ ګڼ شمیر فعالین یې نیولي دي.
دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید چې وړومبی یې دغه اورپکې ډلې سره له مذاکراتو انکار کولو،دنهې په ورځ یې خپل یو ویډیو بیان کې وویل چې تحریک لبیک سره یې مذاکرات کامیاب شول،دفرانس دسفیر ویستلو دپاره به قرارداد پارلیمان ته وړاندې کیږي اؤ دتحریک لبیک دنیول شوؤ فعالینو په ضد به مقدمې ختمولی اؤ دهغوئ نومونه به دشکمنو ترهګرو دنوملړ څخه ویستلی شي.
پرون چې کله حکومت پارلیمان ته دفرانس د سفیر ویستلو په اړوند قرارداد وړاندې کړو نو ترهغې وروسته تحریک لبیک په ګرد هیواد کې دخپلو احتجاجونو ختمولو اعلان کړی ؤ خو وزیراعظم عمران خان د قرارداد وړاندې کیدو نه یوازې څو ساعته وروسته دخپل ګوند دپارلیماني پارټۍ غونډه رابللې اؤ هغوئ سره یې په تازه وضعیت مشورې کړې دي.
ډان ورځپانه په دغه غونډه کې دشریک یو تن له خولې وایي وزیراعظم دپارلیمان غړو ته وویل چې که چرې پاکستان دخپل هیواده دفرانس سفیر وباسي نو په احتمالي توګه یورپي یونین په دې سخت غبرګون ښودلی اؤ دغربي هیوادونو څخه دپاکستان ټول 27 واړه سفیران بېرته پاکستان ته راتللی شي.
وزیراعظم ویلي که چرې دفرانس سفیر وویستل شي نو ددې سره به مغربي هیوادونو کې دمیشتو لکونو پاکستانیانو مستقبل دګواښ سره مخ اؤ هم به غربي اؤ اروپائي هیوادونو سره دپاکستان تجارت اغېزمن شي.
دحکومت لخوا دتحریک لبیک فشار ته په غاړې اېښودلو پاکستان کې څېړونکو،حکومت مخالفه ګوندونو،خبریالانو اؤ مدني فعالانو سختې نیوکې کړي اؤ پوښتنه یې راولاړه کړې چې هرکله حکومت ددغه ډلې خبرو منلو ته تیار ؤ نو بیا یې په احتجاجونو کې د دومره درنې مرګ ژوبلې اؤ نقصانونو موقعه دڅه دپاره ورکوله؟
خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک پرون وي او ای ډیوه سره خبرو کې د تحریک لبیک پاکستان په ضد د حکومت په تګ لاري يوښتنې راپورته کړې وې اؤ ویلي یې وؤ یو تنظیم راپاڅي ، مشتعل کیږي ، اړې ګړې جوړوي ، ګاډې سوزوي، خلک وژني، پولیس بې عزته کوي ، لارې تړي، کاروبارونو ته تاوان رسوي، په ازاده ټوګه د حکومت او ریاست رټ چیلنج کوي خو منتونه ورته کیږې.