لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په هدفي وژنو کې د ځايي مشر په ګډون دوه تنه وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو دوه پېښې شوي چې پکې د یو قبایلي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

پولیسو په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو دواړه پېښې تایید کړي چې د شپې په مهال د میرانشاه په تپۍ کلي او د میر علي سب ډویژن په حېدرخیل کلي کې شوي چې پکې د تپۍ ځائي مشر ملک ایاز او سید غفار حېدرخیل وژل شوي او بريد کوونکي بيا تښتېدلي دي.

پولیس وايي کورنیو يې ویلي چې دوی د چا سره دښمني نه لرله او مقدمه د نامالومه کسانو پرضد درج کړی شوې او پلټنې يې پېل کړي دي.

تر اوسه د دې پېښو زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

په شمالي وزیرستان کې په وروستيو کې د ګواښ يوه پاڼه يا پرچه مخې ته راغلې چې پکې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ځايي خلکو ته ګواښونه شوي وي.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو ورستۍ پېښه د فرورۍ په 21 شوې وه چې پکې د څلورو ښځو په ګډون پینځه کسان وژل شوي او په 23 فرورۍ د پاکستان پوځ ويلي وو چې د دغو څلورو ښځو په وژنه ککړ حسن خان نومې تن يې په عملیاتو کې وژلی دی.

د نا امنۍ د پېښو پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي مظاهرې کړي او غوښتي يې دي چې په ځانګړي ډول په شمالي وزيرستان کې دې د نا امنۍ مخنيوی وشي.

تر دې پیښې وروسته پوځ په سیمې کې د وسله والو پرضد وخت په وخت د استخباراتي مالوماتو په اساس د عملیاتو ترسره کیدو ویلي چې پکې د پاکستاني طالبانو د بېلا بیلو ډلو مهم کمانډرانو په ګډون د ګڼو وسله والو وژل کیدو دعوې شوې وې.

د سیمې نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي د ضرب عضب عملياتو وروسته ښه په ښکاره د عامو خلکو وژنې کیږي د هغو مقدمه د نا مالومه کسانو پرضد درج شي خو تر اوسه د دې وژنو په تور يو تن هم د قانون منګولو ته نه دی راوستل شوی.

خو د سيمې پوليس وايي چې قبايلي سيمه په صوبه کې ورګډه شوې له هغې وروسته د تیر وخت په څېر وژنې نه کیږي او د پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور ویلي وو د غېرت په نوم پکې نزدې پینځه پېښې شوي او په دې کې ککړ ټول کسان نیول شوي دي.

خو محسن داوړ وايي په سیمه کې وسله وال په پراخه مټ فعالیتونه کوي هره ورځ د عامو خلکو هدفي وژنې کیږي خو تر اوسه د يوې پېښې پلټنې نه دي شوي چې څوک چا ولې په هدف کړی؟ او نه په دې پېښو کې د چا پرضد مقدمه درج شوې ده.

د سیمې نه ځايي خبریال ناصر داوړ وايي په سیمه کې یو وارې بیا ناامني سېوا شوې د عامو خلکو ترڅنګ په امنیتي سرتیرو بریدونه کیږی هغه وايي دې نا امنۍ ځايي خلک اندېښمن کړي دي. ځکه چې د عملیاتو وروسته د حکومتی دعوو باوجود حکومتي واک د نشت برابر دی.

هغه وايي د علاقې نه د وسله والو د وژل کېدو رپورټونه هم تر لاسه کیږي خو په نا امنۍ کې کمی نه لیدل کیږي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار په 22 فرورۍ په قبايلي علاقو کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه ويلي وو، اوس چې څومره پېښې کیږي ټولې د ترهګرۍ نه وي په ټوله نړۍ کې د بدامنۍ پېښې کيږي، قبایلي علاقې چې په صوبه کې ورګډې شوي حالات ډېر ښه شوي او چې کله دا قبایلي ضلعې په پوره توګه په صوبه کې ورګډې شي پوليس په ځای شي ډېر حالات به ورسره نور هم سم شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG