لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"هند او پاکستان په وسلو په اربونو ډالره لګولي، خو په صحت او تعليم يې نه دي مصرف کړي"


په پاکستان کې په ټولنيزو رسنیو د هند سره د خواخوږۍ دپاره ټرېنډ چلېدلی خو ځينې کسانو ویلي، "هند او پاکستان د وسلو او ايټم بمونو په جوړولو په اربونو ډالره مصرف کړي خو د بده مرغه په صحت او تعليم یې نه دي لګولي".

په داسې حال کې چې په هند کې د کرونا وبا په تېزۍ سره خوريږي، په کرونا د خلکو اخته کېدو او مړينو کچه ورځ تر بلې سېوا کيږي، په پاکستان کې د جمعې په ورځ په ټویټر د #PakistanstandswithIndia هېش ټېګ سره ټرېنډ چلېدلی دی.

پاکستانيانو ويلي د هند سره په دې سخت وخت کې ولاړ دي.

عمار علي جان په ټويټر ویلي،

"دغه هېش ټېک د پاکستان سم مخ ښکاره کوي. مونږ له پکار ده چې د کرکې او دښمنۍ په ځای يو والی او خوا خوږي غوره کړو. يواځې سوله او مرسته مونږ په سيمه کې د افتونو د مخنيوي دپاره تیار ساتلی شي".

پاکستان او هند يو بل غليم هېوادونه ګڼي او د دواړو ملکونو جوړېدو راهسې تل د دواړو ترمنځ اړیکې د تاو تريخوالي پاتې شوي دي.

ځينې کسانو بيا په ټویټر په هند او پاکستان نيوکې هم کړي دي.

دانيال شېخ ویلي،

"هند او پاکستان په وسلو او اېټم بمونو په اربونو ډالره لګولي خو د بده مرغه په صحت او تعليم يې نه دي مصرف کړي. وخت راغلی چې لومړیتوبونه وټاکل شي او سوله وکړی شي".

ډېرو کسانو بيا دا ټویټ کړی چې،

"د دوه ايټمي قوتونو قيصه: د هند سره اکسيجن نشته. د پاکستان سره ويکسين نشته. په وروستيو کې دواړو د نوي ميزايل تجربه کړې. مودي او عمران خان ته دې مبارک وي".

د پاکستان مرکزي وزیر فواد چودري هم په ټویټر ویلي،

"په دې سخت وخت کې زمونږ دعاګانې د هندوستانیانو سره دي، خدای پاک دې په مونږ ټولو رحم وکړي او دا سخت وخت دې زر ختم شي".

په پاکستان کې د خېرښېګړې خېراتي اداري ايدهي فاونډېشن هم د هند وزیراعظم ته خط لېږلی او د مرستو ورکولو يې ورته ویلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG