لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوړپوړي پاکستاني پلاوي کابل کې افغان چارواکو سره په سوله خبرې کړي


افغانستان دپاره دپاکستان ځانګړی استازی ښاغلی محمد صادق داتوار یا یکشنبې په ورځ دیو لوړي پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته رسیدلی دی.

په کابل کې دپاکستان سفیر ښاغلي منصور احمد خان په ټویټر لیکلي کابل ته له رسیدو وروسته افغان چارو دپاره دپاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د ورسره تللي پلاوي په مشرۍ دافغانستان دبهرنیو چارو سرپرست وزیر سره لیدنه کړې اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې په روانو هڅو،خپل منځني اړیکو اؤ دوه اړخیزه چارو خبرې اترې کړې دي.

سفیر منصور احمد خان وایي چې دکابل په دې سفیر کې به دپاکستان استازی افغان چارواکو سره په لیدنو کې سوله،امنیت اؤ د اړونده خوښۍ په موضوعاتو خبرې خبرې کوي.

تر دې یوه ورځ وړاندې دافغانستان دملي امنیت شوره سلاح کار حمدالله محب په ټوئټر لیکلي وؤ چې” دپاکستان نه یو لوړ رتبه پلاوی کابل ته راتلونکی دی اؤ دلته به دغه پلاوي سره په هغو تخنیکي حوالو اؤ موضوعاتو خبرې وکړو چې زمونږ اؤ د دوئ ترمنځ پکې ستونزې موجودې دي”

کابل ته دپاکستان دې پلاوي خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې د اپریل په ۲۴مه ترکي کې دملګرو ملتونو دسیوري لاندې دافغانستان دسولې اؤ امنیت په اړوند راجوړیدونکې غونډه ځنډول شوې ده.

تاکل شوې وه په دغه غونډه کې به دافغان دولت ، امریکا،،قطر اؤ ځېنو نورو هیوادونو استازي هم ګډون وکړي اؤ افغانستان کې به د راتلونکي نظام،سولې اؤ امنیت په اړوند خپلې طرحې غونډې ته وړاندې کړي خو طالبانو دغه غونډې ته د ورتګ یا نه ورتګ په اړوند غوڅ ځواب نه ؤ ویلی.

ترکي اعلان کړی چې ښایي دغه غونډه د وړوکي اختر نه وروسته بیا راجوړه شي خو دیادې غونډې له ځنډیدو وروسته په ترکي د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکي درې اړخیزه غونډه هم ټاکل شوې ده

د پاکستان د خارجه چارو دفتر وایي د ترکي په غونډه کې به نه یواځې په افغان سولې بهیر کې د پرمختګ بلکې د امنیت، انرجۍ، پیوستون او غیرمنظمې کډوالۍ په اړه هم خبرې کېږي.

ترکي کې د افغان سولې په اړه دا غونډه په داسې وخت کې کېږي، چې امریکې له افغانستانه د وتلو تيارۍ پېل کړي دي. امریکايي پوځ نه يواځې خپل سامانونه له دغه هیواده وباسي بلکې د ځايي ټېکدارانو سره یې د کړو تړونونو ختمول هم پېل کړي دي.

په افغانستان کې دا وخت د امریکا 2500 او د نړيوالو اتحادي ځواکونو نزدې 7000 سرتيري موجود دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، بهرني ځواکونه چې له افغانستانه اوځي نو د یو ارب ډالرو په ارزښت پوځي وسایل به افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ور وسپاري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG