لاس رسیدونکی لینک

 
چمن: په پوله د نښتې وروسته د باب دوستي تړل شوې لار څو ساعته پس بيا پرانستل شوه
تازه خبر

چمن: په پوله د نښتې وروسته د باب دوستي تړل شوې لار څو ساعته پس بيا پرانستل شوه


د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بلوچستان صوبې د چمن پولې سره نزدې په کلي لقمان د ازغن تار لګولو په سر نښته شوې چې له امله يې د چمن د باب دوستۍ دروازه تړل شوې خو د خبرو پينځه ساعته وروسته بيا پرانستل شوې ده.

پاکستان د افغانستان سره د ډېورنډ په پوله د سيمو ازغن تار لګوي.

د سیمې څخه د ډيوه خبريال نعمت الله ترمخه د پولې څخه يې مالومات ترلاسه کړي چې په کلي لقمان کې د سيمو د ازغن تار لګېدو په وخت د دواړو خواو ځواکونو په يوبل د درنې وسلې ډزې کړي دي.

د دغه پېښې وروسته د چمن د باب دوستۍ دروازه د پينځه ساعتونو دپاره د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې خو بيا د دواړو خواو د چارواکو د ليدو وروسته دروازه بيرته پرانستل شوې ده.

د ځايي چاﺭواکو په وينا نن سهار د ګل/دوشنبې په ورځ (26 فرورۍ) نهه بجې شاوخوا هغه وخت دغه پېښه رامنځته شوې چې پاکستاني ځواکونو په پوله د سيمو ازغن تار لګولو.

په ډزو کې د مرګ ژوبلې خبر مخې ته نه دی راغلی.

دا لومړی ځل نه دی د چمن په سيمه د پاکستان له لوري د اغزن تار د غځولو په سر مخکي هم څو ځله د افغان عسکرو او پاکستاني ملیشو نښتي رامنځ ته شوې وې چې وروسته بيا د خبرو له لارې حل شوي دي.

د چمن د سوداګرو د چېمبر اف کامرس يو غړی عبدالغني وايي، چې په پوله د نښتې د پېښې رامنځته کېدو وروسته په پوله د افغان ټرانزټ ټرېډ هم ودرول شوی وو او د لسګونو په شمېره کې ګاډي په پوله ايسار شوي وو.

نوموړي وویل، په پوله چې چرته هم نښتې کيږي د چمن د تګ راتګ دروازه تړل کيږي زور یې عامو خلکو او سوداګرو ته رسي.

هغه وویل پکار ده چې په پوله امنيتي شخړې د باب دوستۍ د دروازې سره ونه تړل شي، عام خلک او سوداګر يې ښکار نه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG