لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د القاعده او داعش بيا راپورته کېدل به د پاکستان دپاره د ډېرې اندېښنې وي


په منځني ختيځ او سويلي اسيا کې د امریکايي ځواکونو د مرکزي کمانډ جنرل کېنېت فرېنک مېککنزي ویلي که د افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتلو وروسته دغلته فشار په ځای ونه ساتل شو نو داعش او القاعده بيا سر راپورته کولی شي، او دا د افغانستان د ګاونډي هېوادونو او په ځانګړي د پاکستان دپاره ډېره د اندېښنې خبره ده.

د امنيتي او دفاعي چارو څيړونکي وايي په افغانستان کې د القاعده موجودګۍ پاکستان ته وړاندې هم تاوان رسولی وو او په راتلونکې کې هم دا امکان شته که چرته په افغانستان کې بيا رايو ځايي شي نو پاکستان ته زيان اړولی شي.

جنرل مېککنزي د زيارت په ورځ ويلي د افغانستان حکومت به فشار په ځای ساتي چې د داعش او القاعده بيا سر راپورته نه کړي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاس ليک شوې لوظ نامه کې هم ويل شوي وو چې القاعده او داعش ته به په افغانستان کې ځايي نه ورکړل کيږي.

خو څيړونکې وايي چې په افغانستان کې د القاعده او داعش مخه نيول د ټولو ګاونډي هېوادونو په ګټه دي ځکه که د دوی جرړې په افغانستان کې کلکې شې نو ټولو ګاونډيانو ته خطر پېدا کولی شي.

د افغانستان ګانډي هېوادونه د مينځي ايسيا هېوادونه، روس، چين،ايران او پاکستان دي.او دغه ټول هېوادونه د افغانستان امن مزاکراتو کې په څه نه څه ډول رول لوبوي.

د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د زده کړې د څانګې مشر (ډاکټر عبدالشکور وايي په تيرو وختونو کې مونږ ليدلي چې په پاکستان کې د القاعده لخوا د غټې کچې د ترهګرۍ پېښې شوي او که دوی په افغانستان کې بيا رايوځايي شي نو پاکستان دپاره هم خطر زياتيږي.

دغه ډول د پاکستان د پوځ پخوانی بريګيډېر سيد نزير وايي چې په افغانستان کې د القاعده او داعش شتون اوس هم په څه نه څه شکل موجود دی او که امريکايي او اتحادي ځواکونه د افغانستان نه ووځي نو په دې ډلو کې يو نوی ژوند راتلی شي د کوم سره چې په ګاونډي هېوادونو او په خصوصي توګه د پاکستان خطر سېوا کيږي.

سید نذير وايي که ګاونډي هيوادونه غواړي چې د دغه خطر نه بچ شي نو په افغانستان که د امن دپاره به همکاري کوي او وسله والې ډلې به ځانله کوي نو هله به ممکن شي چې د دغه راتلونکي خطر مخه ونيسي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په وروستيو کې د پېښور د سفر په مهال ويلي وو ، پاکستان به د روانو بېن الافغاني خبرو ملاتړ دوامداره ساتي ځکه چې په افغانستان کې د امن مطلب په پاکستان کې امن دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG