لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د صحت د وزير پرضد د کرونا د احتياطي تدابيرو په سرغړونه مقدمه درج شوې


د خېبرپښتونخوا د صحت وزیر تيمور سليم جګړا او دوه نورو کسانو باندې مقدمه درج شوې چې دوی د کرونا وبا د احتياطي تدابيرو سرغړونه کړې ده.

د دوی پرضد مقدمه د پېښور په سربند تاڼه کې درج شوې ده.

د سربند تاڼې محرر واسع الله وی او اې ډيوه ته وويل، د کمشنر د احتياراتو لاندې مقدمه درج شوې، د حجره هوټل منېجر او مالک نيول شوي او تيمور سليم نه دی نيول شوی.

هغه وويل هوټل سيل کړی شوی او نيول شوي کسان چالان کړی شوي دي.

په مقدمه کې ويل شوي چې د پېښور د متنۍ مرستيال کمشنر عادل ايوب د خوراکي توکیو د نرخونو مالومولو دپاره په بازار کې ګرځېدو، په رېنګ روډ جوړ حجره هوټل باندې د کرونا د احتياطي تدابيرو (اېس او پي) د سرغړونې په سر يې د حجره هوټل د منېجر، مالک او تيمور سليم پرضد د مقدمې درج کولوویلي دي.

په ټولنيزو رسنيو داسې عکسونه خپاره شوي چې تيمور جګړا سره د ګڼو کسانو ناست دی روژه ماتی کوي.

د پېښور انتظامیې ویلي، د قانون نه بر هیڅوک نه دی چې څوک هم د حکومتي احکاماتو سرغړونه کوي د هغه پرضد کارروايي کيږي.

ضلعې انتظاميې ویلي، د رېسټورانټ د منېجر په وېنا، هغه د صحت وزیر منع کړی چې په رېسټورانټ کې دننه په خوراک څښاک بندېز دی.

خو هغه ويلي د روژه ماتي دپاره دوی د بهر نه د ځان سره خوراک راوړلی وو.

وي او اې ډیوه د تيمور جګړا سره د رابطې هڅه کړې خو د هغه نمبر بند راتلو.

د خېبرپښتونخوا د صحت د وزير پرضد دغه مقدمه په داسې حال کې درج شوې چې د صحت نړیوالې ادارې ويلي، د خېبرپښتونخوا څلور ضلعې د پاکستان هغه د سر ضلعې دي چرته چې د کرونا وبا تر ټولو زياته ده.

په دغو ضلعو کې مردان، پېښور، سوات او نوښار شاملې دي.

د ډان د رپورټ ترمخه په دغو ضلعو کې په مردان کې د کرونا مثبت شرح 30.6، پېښور کې 23.9، سوات کې 19.4 او نوښار کې 18.8 فيصده ده.

تيمور جګړا د دې خبر خپرېدو نه 15 ساعته وړاندې په خپله په ټويټر په صوبه کې د کرونا د پېښو، مثبت شرحې او مړينو شمېرې خپرې کړې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG