لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دپاکستاني داعشیانو نیونې راتلونکي کې پاکستان ته څه ګواښونه راولاړولی شي؟


څيړونکي وايي په افغانستان کې دنورو هیوادونو په پرتله زيات شمېر د داعش غړي نيول ښايي د دواړو هېوادونو بې باوري نوره سیوا کړي او په راتلونکي کې پاکستان ته هم دغه ډله د يو لویې خطر جوړيدو امکان لري.

تېره ورځ د افغانستان د استخباراتو د ادارې مشر جنرال احمد ضياء سراج ويلي وؤ دوئ سره دا وخت 408 دداعش ډلې غړې بنديان دي چې تر ټولو زيات292 پکې د پاکستان سره تړاؤ لري.

د جنرال احمد ضياء سراج په وینا دغه بنديانو کې د پاکستان ترڅنګ د روس،چين اؤ ايران په ګډون د څوارلسو هېوادونو غړې شامل دي۔

کابل کې میشت خبريال انيس الرحمان وايي افغانستان ګڼي چې د پاکستان نه د وسله والو د را اوښتو لارې په بشپړ ډول نه دي بندې شوي او د داعش وسله وال يي لويې ثبوت دی چې دټولو هېوادونو مقابله کې په زيات شمېر کې نيول شوي دي.

پاکستان حکومت هم داعش ترهګره ډله اؤ دخپل امنيت د پاره يي خطر بولي۔

په نزدې وختونو کې دننګرهار دنظامي قومندان نېک محمد رهبر په پېښور کې د وژلو ذمه وارې هم داعش ډلې په غاړه اخستې وه .

دې نه وړاندې په باجوړ کې د هدفي وژنو او وخت په وخت د رامنځته کیدونکو نورو پېښو ذمه واري هم زیاتره دا وسله واله ډله په غاړه اخلي.

اسلام اباد کې میشت څيړونکی او خبريال طاهر خان وايي په داعش کې دې سيمې نه هغه خلک زيات شامل شوي کوم چې طالبانو نه دنظرياتي يا شخصي شخړو په سر بيل شوي دي او پاکستان او افغانستان د پاره د داعش دلومړي مشر تعلق هم د پخوانۍ قبائېلي سيمي سره ؤ۔

طاهر خان وايي په افغانستان کې په دومره لويې شمېر کې د داعش ډلې غړي نيول ښايي پاکستان ته په راتلونکې خطر جوړ شي۔

په روستيو کې منځني ختيز او سويلي اسيا کې دامریکايي ځواکونو د مرکزي کمانډ جنرل مېککنزی ویلي ؤ که د افغانستان نه د بهرنيو ځواکون له وتلو وروسته فشار پځائ ونه ساتل شو نو داعش او القاعده بيا سر راپورته کولی شي او دا دافغانستان د ټولو ګاونډي هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان د پاره دسترې اندېښنې خبره ده۔

څيړونکی او دپاکستان فوځ پخوانی بريګیډير سېد نذير وايي د افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې دداعش او القاعده بيا سر راپورته کول امکان لري او دابه د دواړو هېوادونو امنيتي ځواکونو د پاره لويې چېلنج وي.

د پاکستان حکومت لا تراوسه د افغانستان استخباراتي ادارې دمشر خبرو او په ګڼ شمېر کې پاکستان سره تعلق لرونکو دداعش دنیول شوؤ غړو په اړه څه نه دي ويلي او نه يې د موجوده او مخکې نيول شوؤ دداعش ډلې د کورنيو دغړو په اړه څه ويلي۔

خو سر چيني وايي چې دداعش دځېنو نیول شوؤ غړو دکورنیو غړي پاکستان ته راستانه شوي چې شمېره یې نزدې دوه زره ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG