لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې غنم څومره پېدا کيږي، او ضرورت څومره دی؟


د پاکستان حکومتي کمېټۍ ویلي په ملک کې د درېو اوونيو د غنمو ذخيره موجوده ده او حکومت پلان لري چې را روان کال درې ملينه مېټرک ټنه غنم د بهر څخه را غواړي، خو د مخالفه پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري خبرداری ورکړی چې په راتلونکي وخت کې پاکستان د وړو د بحران سره مخ کېدی شي.

په خېبرپښتونخوا کې زمينداران وايي چې روان کال د غنمو د پخېدو نه وړاندې د سيلۍ او طوفانونو او تاواني بارانونو د نشتوالي له امله به د غنمو پېداوار زيات شي.

د خېبرپښتونخوا د کرونده ګرو د کونسل (کاشتکار کوارډينېشن کونسل) عمومي سېکتر لياقت خان يوسفزی وايي چې سږ کال په وخت بارانونه شوي، طوفانونه نه وو راغلي فصلونه روغ پاتې شوي ځکه غنم به زيات وشي.

هغه زياته کړه په تيرو څلورو، پينځه و کلونو کې د غنمو پېداوار د 20 نه 25 منه پورې اېکړه ته راکوز شوی وو، خو اوس دا امېد څرګنديږي چې دا پېداوار د اېکړ په سر 40 منو ته زيات شي.

د پاکستان د خزانې نوي ټاکل شوي وزیر شوکت ترين ته په وروستيو کې په ملک کې په بيو نظر ساتونکې کمېټۍ په احوال تېرولو کې ويلي وو چې په ملک کې يواځې د درېو اوونيو د غنمو ذخيره پاتې ده.

په دغه مهال ويل شوي وو چې په پاکستان کې د کال 2021 او 22 دپاره د غنمو ضرورت 29 اعشاريه درې ملينه مېټرک ټنه دی، او په دې کې به حکومت ته درې ملينه مېټرک ټنه غنم د بهر نه راغوښتل وي.

روان کال په پاکستان کې 26 ملينه مېټرک ټنه غنم پېدا شوي او بيا حکومت دوه اعشاريه 16 ملينه مېټرک ټنه غنم د بهر نه راغوښتي وو.

د حکومتي شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې نزدې 12 لکه مېټرک ټنه غنم پېدا کيږي او د صوبې ضرورت 48 لکه مېټرک ټنه دی او صوبه بيا زیات انحصار په پنجاب کوي.

جرنلسټ لحاظ علي چې د اقتصاد په اړه راپورونه جوړوي وايي صوبه زياتره د پنجاب څخه په راتلونکو وړو انحصار کوي خو بيا هم صوبې له به د بهر هېوادونو څخه غنم راغوښتل يا اخستل وي ځکه چې صوبو ته دا واک ترلاسه دی چې د بهر څخه ځان غنم اخستلی شي.

په خېبرپښتونخوا کې تير کال د غنمو د کمي له امله په صوبه کې د وړو کمی رامخې ته شوی او پنجاب هم صوبې ته وړه او غنم ورکول بند کړي وو چې له امله يې په خېبرپښتونخوا کې د غنمو او وړو بيې لوړې شوې وې.

پوهان او زميندار وايي پکار ده چې د صوبې حکومت په وخت د غنمو غور وکړي هسې نه چې يو ځل بيا په صوبه کې بحراني حالات جوړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG