لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: "اورکم" هيڅ معنا نه لري_لا اوربند دی لا تشدد


په افغانستان کې د طالبانو نه غوښتنه کېږي چې "اورکم" يعني تشدد کې کمی_وکړي خو د سيمې په پېچلي سياست خبر څېړونکي وايي دغه غوښتنه بې ځايه ده او دا چې د طالبانو نه د پوره اور بند غوښتنه ولې نه کېږي؟.

په اففانستان کې د طالبانو نه په تشدد يا جګړه کې د کمي راوستلو خبره د امريکا او طالبانو تر منځ د فرورۍ په مياشت کې د شوې لوظنامې برخه ده.

د اورکم د غوښتنې وروسته د افغانستان مرستيال صدر امرالله صالح يوې ولسي غونډې ته ويلي وو اورکم څه معنا لري؟ دا چې ګنې طالبان به اوس د لسو په ځای پينځه افغانان وژني؟ د لوی ښار په ځای به وړوکی ښارګوټی په نخښه کوي؟ او انتحاري به اوس په کليوالو سيمو کې کوي؟

د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير علی احمد جلالي ويلي د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې لوظنامې ‌‌‌‌‌‌ډېرې برخې مشخصې دي خو د اورکم اصطلاح مبهمه او بې معنې ده.

وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه سره په خبرو کې دې پوښتنې ته چې د افغانستان د روغې جوړې د پاره د امريکا خصوصي استازي زلمي خليلزاد کانګرس ته بيا تکرار کړې چې په طالبانو يې د اورکم غږ کړی، دا څه معنا لري؟

ښاغلي جلالي په ځواب کې وويل "د اورکم برخه مبهمه ده، نامالومه ده او دا هسې يوه عمومي اصطلاح ده. اوربند بل تعبير نه لري بله معنا نه لري. لا اوربند او لا تشدد".

ولې اورکم_پوره اوربند ولې نا؟

علي احمد جلالي وايي څنګه چې د دوحه په لوظنامه او مزاکرې کې مشخص ليکل شوي په لويو ښارونو به بريدونه نه وي، انتحاري حملې به نه وي، لوی لارې به نه تړل کيږي، په ملکي اهدافو به بريدونه نه وي او داسې يو شمېر نورې ذکر شوې ژمنې_خو د اورکم څه مشخص حيثيت معلوم نه دی.

د يادې لوظنامې د اورکم برخې په ابهام په روايتي او سوشل ميډيا بحثونه او نيوکې روانې دي او غټ دليل دا ښايي چې د ياد اورکم په ځای د لوظنامې د لاسليک نه وروستو د طالبانو لخوا په افغان ځواکونو په حملو کې او ولسي تشدد کې زياتی راغلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت د زيارت/پنجشنبې په ورځ ويلي د افغانستان په نهه ولايتونو لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، غور، بلخ، هلمند او تخار ولايتونو کې په روانو انښتو کې د طالبانو 118 تنه وژل شوي او يو شمېر نيول شوي.

طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه لا څه غبرګون نه دی څرګند کړی. خو دا ښايي چې د خبرو د مېز نه لرې د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې طالبان د حکومتي ځواکونو پر ضد په يوه نه اودرېدونکې جګړه کې بوخت دي.

د اوربند په نيشتوالي کې د امريکايي ځواکونو وتل:

د اوربند په نه شتون کې د امريکايي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو او د اورکم په اصطلاح چې کله ‌‌‌‌‌‌ډيوه د پاکستاني پوځ د پخواني افسر بريګيډير سعد محمد خان نه وپوښتل نو هغه وايي:

"امريکا په پوره توګه په سيمه کې ده. که طالبان دا سوچ لري چې د امريکايي ځواکونو د وتلو وروستو به په افغانستان کې هر څه په خلاص مټ وکړي نو دوی تېروتنه کوي. پاتې شو اورکم نو دا تشدد نه کموي بس اوربند يې غوره حل دی".

ولسمشر جوبايډن هم ژمنه کړې چې دوی توان لري څنګه به د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د وتلو وروستو په ياد هېواد کې د انديښنو وړ ټولې چارې وڅاري او مخنيوی به يې وکړي.

امريکا به افغانستان د لرې نه څنګه څاري؟

د هېواد د دفاع د چارو وزارت کې ځينو سرچينو امريکايي ميډيا ته د دغې پوښتنې په ځواب کې ويلي دوی کولی شي د ‌‌‌‌‌‌ډرون د لارې، د اوږدمزل ميزايلو لا توغندو او نور هوايي ځواک د لارې کولی شي د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو ځايونه په نخښه کړي.

د امريکا د سنټرل کمانډ يا سينټ کام مشر جنرل مېکينزې تېره ورځ د يوې امريکايي څيړنيزې ادارې وېبنار ته ويلي وو د امريکايي ځواکونو د وتلو وروستو به د افغانستان د څار د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر کار د بې پايلټه مشينونو نه واخلي او بل دا چې دوی د افغانستان نه خپل او د ملګرو ځمکني ځواکونه د پلان سره سم اوباسي نه چې د سيمې نه اوځي.

د پاکستان په ځای، امريکا ازبکستان او تاجکستان کې ولې پوځي شتون غواړي؟

د میډيا د مخه پينټګان په دې هم غور او بحثونه کوي که حاجت پېښ شي نو د حالاتو د قابو کولو د پاره به پوره سمبال امريکايي ځواکونه په ازبکستان او تاجکستان کې هم وساتي.

ازبکستان او تاجکستان د افغانستان په شمال کې داسې دوه ګاونډيان هېوادونه دي چې په نزدې کلونو کې يې خپلمنځي تجارت، ريل پټلۍ او سفارتي اړيکې زياتې شوي.

د افغانستان نه وروستو، ازبکستان او تاجکستان د ايشيايي هېوادونو لکه د چين د سيپيک منصوبې، د هند او پاکستان د تجارت لارې هم پرانيزي.

خو څېړونکي وايي دا هر څه هله ممکن دي چې افغانستان په امن شي او په ټوله د ترهګرۍ مخه ونيول شي.

طالبان به ژمن پاتې شي؟

د افغانستان او طالبانو د ممکنه لوظنامې او هم دغه رنګ د امريکا او طالبانو د سولې او امن د ژمنو او عملي کېدو په اړه بريګيډير سعد خان وايي:

"لوظنامې کيږي دا څه مسله نه ده خو د عملي کولو روڼ مېکينزم لا طريقه کار نه لري. د امريکا او د طالبانو د لوظنامې هډو د څار ښکاره طريقه کار نشته".

ښاغلی خان وايي "دغسې که سبا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ لوظنامه وشي نو څه به وي؟ يو طريقه کار پکار دی او خير دی دا دې د صوبو په کچه وشي په بله کچه دې وشي خو يو نظم او څار مهم دی".

سعد محمد خان چې په افغانستان کې يې د پاکستان په سفارت کې د ملټري اتاشي په حېث کار کړی وايي که د افغانستان تېر ته وکتل شي نو د شوروي ځواکونو د وتلو وروستو هيڅ مېکينزم نه و چې څه به کيږي هم دغه رنګ د مجاهېدينو دوره وه هيڅ طريقه کار نه و _نو څه وشو؟

"مجاهدينو په په مکه شريفه کې قسمونه وخوړل او په اسلام اباد کې يې ژمنې وکړې خو څومره جګړه وشوه چې اخر کې پرې طالبان راغلل او دا ځکه چې هيڅ واضحه طريقه کار نه و". د هغه په وينا زور يې هر چا او په ټوله نړۍ کې وليدو.

د افغان طالبانو اوربند ته د نه تيارېدو د سوب په اړه سعد محمد خان په خندرويه لهجه وويل "طالبان ويريږي که جګړه يې ودروله نو مثال به يې د هغه سټيل ملز وي چې سړول يې ‌‌‌‌‌‌ډېر اسان کار دی خو تودول يې بيا ښه ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت اخلي. زما نه دی خيال طالبان سولې ته راځي لا جنګ ودروي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG