لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

يورپي پارلیمان د پاکستان د مذهب د سپکاوي د قوانينو پرضد قرارداد منظور کړی


يورپي پارلیمان د پاکستان د مذهب د سپکاوي د قوانينو پرضد په اکثريت سره قرارداد منظور کړی او يورپي کمېشن ته يې لارښوونه کړې چې په پاکستان کې د مذهب په بنياد تشدد سېوا کېدو ته په کتو دې د پاکستان د جي اېس پي پلس ځانګړي حیثيت ته بیا کتنه وکړي.

يورپي يونين پاکستان ته په کال 2014 کې د جي اېس پي پلس حیثيت ورکړی وو په کوم کې چې پاکستان ته يورپي هېوادونو ته د رسايۍ ورکولو او په ټېکسونو کې رعايتونه ورکړی شوي وو.

پاکستان د يورپي پارليمان لخوا د قرارداد په منظورولو د خفګان څرګندونه کړې ده.

د جي اېس پي پلس حيثيت او اغېزې

د اسلام اباد په نړيوال اسلامک پوهنتون کې د اقتصاد په څانګه کې استاز پروفېسر معراج الحق وايي، پاکستان يورپي يونين ته خواست کړی وو چې د بنګله دېش په مقابله کې دې ورته په خپل مارکيټ کې ځای ورکړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل يورپي يونين پاکستان ته په ځينو شرطونو د جي اېس پي پلس حيثيت ورکړی وو، د نوموړي په وېنا په دغو شرطونو کې د مرګ د سزا نه عملي کول او نورې خبرې هم شاملې وې.

دا که چرته يورپي کمېشن د پاکستان نه دغه ځانګړی حیثيت بیرته اخلي، معراج الحق وايي د پاکستان نه بهر ته کېدونکی تجارت به اغېزمن شي ځکه چې د پاکستان د سامانونو غټ مارکيټ امریکا او يورپي يونين دی.

هغه وويل د پاکستان موجوده حکومت اوس دعوه کوي چې په تاريخي توګه يې د کرنټ اکاونټ خساره راکمه کړې او اقتصاد يې بيرته ښه والي پله راوستی دی.

نوموړی وايي که د جي اېس پي پلس حیثيت بيرته واخستل شو په ملک کې به د کرنټ اکاونټ خساره سېوا شي، د روپۍ قدر به کم شي او د حکومت د اقتصاد د غوره والي دعوې به اغېزمنې شي.

د يورپي پارلیمان قرارداد

په يورپي پارليمان کې منظور شوي قرارداد کې ويل شوي چې يورپي کمېشن او د يورپ بهرني خدمتونه دې د دې خبرې جاج واخلي چې ايا د پاکستان د جي اېس پي پلس حيثيت په عارضي توګه ختمېدی شي که نه شي.

په قرارداد کې د پاکستان نه غوښتنه شوې چې د مذهب د سپکاوي قوانين ( 295B او C) دې ختم کړي او د ترهګرۍ ضد جوړ د 1997 په قانون کې دې بدلون وکړي چې د مذهب د سپکاوي د تورنو د مقدمو اورېدنې به د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې نه کيږي.

په قرارداد کې د شګفته کوثر او شفقت ايمانويل يادګېرنه شوې چې مقدمه يې په لاهور هايکورټ کې روانه ده هغه دې زر فېصله کړی شي.

شګفته کوثر او شفقت ايمانويل چې ښځه خاوند دي په کال 2013 کې پرې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی چې د پېغمبر اسلام په شان کې يې په موبايل د سپکاوي پېغامونه ورليږلي، او په کال 2014 کې ورته د پنجاب صوبې د ټوبه ټېک سينګ ضلعي عدالت د مرګ سزا اورولې وه او دوی بيا د سزا پرضد لاهور هايکورټ ته خواست کړی وو.

د يورپي پارلیمان په قرارداد کې ویل شوي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون غلط کارول کیږي، او د مذهب د سپکاوي قوانين د نړیوالو بشري قوانينو سره په ټکر کې دي.

په قرارداد کې په لږکیو د تشدد د پېښو د غندنې کولو، د پارلیماني امورو د وزيرمملکت علي محمد خان (د مذهب د سپکاوي کوونکو د سر غوڅولو) د بيان غندنه شوې او په پاکستان کې په جرنلېسټانو، پوهانو او مدني ټولنه په حملو اندېښنه څرګنده کړی شوې او د دې پرضد د قانون په حرکت کې راوستو غوښتنه هم شوې ده.

د پاکستان غبرګون

د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شيرين مزاري ویلي،

په دغه قرارداد وړاندې کوونکو کې د يو تن تعلق د هغه ګوند سره دی چې په اړه يې د سويډن وزيراعظم ویلي وو چې د دې ګوند بنيادونه فاشسټ، نازي او نسل پرسته دي.

هغې ويلي، په پاکستان کې د بشري حقونو د نړيوال کنونش په لړ کې ځينې مسلې شتون لري خو د هغې په وزارت کې د تير حکومت په پرتله ډېر کار شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، په يورپي پارلیمان کې د پاکستان د مذهب د سپکاوي په قوانينو باندې د بحث نه دا مالومیږي چې دوی د پاکستان د مذهب د سپکاوي په قوانينو په حساسيت ډېره پوهه نه لري، او د بهرنیو چارو دفتر په قرارداد کې د پاکستان په عدالتي نظام او قوانينو باندې په بحث کولو مايوسي څرګنده کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت ویلي پاکستان یو پارلیماني جمهوري ملک دی دلته مدني ټولنه، ميډيا او عدليه ازاده ده او په پاکستان کې ټولو وګړو ته بې توپيره بشري حقونه ترلاسه ده.

په بيان کې زياته کړی شوې چې په پاکستان کې لږکیو ته د برابرۍ حقونه ترلاسه دي او ايين ورته بنيادي ازادي ورکړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو ودفتر ويلي، د پاکستان او يورپي يونين ترمنځه په دوه اړخيزه اړیکو کې په ځينو ماملاتو د خبرو دپاره کاري پلان موجود دی چې پکې جمهوريت، انصاف، د قانون عملداري او په انساني حقونو خبرې شامل دي. ويل شوي پاکستان د يورپي يونين سره د شريکو ګټو په ماملاتو مثبتو خبرو اترو ته تل تيار دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG