لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعارف وزیر تلین،محسن داوړ وایي پېښور پریس کلب کې غونډې ته نه دي پرېښودل شوي


دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ شمالي وزیرستان څخه دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړی محسن داوړ وایي دپي‌ ټي‌ ایم د وژل شوي فعال عارف وزیر د وړومبي تلین نمانځلو اجازه په پېښور پریس کلب کې نه ده ورکړل شوې.

دعارف وزیر ړومبی تلین په داسې حال کې نماځل کیږي چې دهغه دتره زوئ او دپاکستان دمرکزی پارلیمان غړی علي وزیر د کراچې په زاندان کې بندیوان دی اؤ دعارف وزیر کورنۍ وایي یو کال پوره شو خو تر اوسه د عارف وزیر په وژنه کې ککړ کسان معلوم نه شول.

دعارف وزیر د کورنۍ وینا ده چې دهغه په وژنه کې ککړخلک تر اوسه د قانون منګلو ته رانه وستل شول خو برعکس د کورنۍ دکسانو پر ضد یې مقدمې درج کیږی او زندانونو ته اچول کیږي.

عارف وزیر تیرکال دمئ دمیاشتې په وړومبۍ نېټه د جنوبي وزيرستان په غوی خوا سیمه کې دهغه دکور سره نزدې یو وسله وال بريد کې شوی ؤ .

دعارف وزیر د وژنې مقدمه که هرڅو دنامعلومه کسانو په ضد درج ده خو د پي‌ ټي ایم زیاتره مشران اؤ فعالین تور لګوي چې هغه دهیواد دطاقتورو خفیه ایجنسیو په وینا وژل شوی .

شمالي وزیرستان نه دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټوئټر لیکلي هغوئ غوښتل د اتوار په ورځ پېښور پریس کلب کې د عارف وزیر وړومبی تلین دیوې غونډې په راجوړولو سره ونمانځي خو دپریس کلب لخوا ورته ویل شوي چې هغوئ د استخباراتي شبکو په فشار دعارف وزیر په یاد دجوړیدونکې غونډې ورکړل شوې اجازه کینسل کړې ده.

هغه وایي دوئ ته پریس کلب کې دعارف وزیر دتلین دنمانځنې اجازت نه ورکړی کیدل ښایي چې دهغه په وژنه کې څوک لاس لري؟

دپېښور پریس کلب انتظامیې بیا ویلي چې هغوئ دعارف وزیر په یاد دجوړیدونکي سیمینار اجازت وروسته له هغې نه دی ورکړی چې حکومت د کرونا وایرس نه دځان ساتنې دسپارښتنو په اساس دپریس کلب دننه په هر رقم سترو،غونډو اؤ دستورو بندیز ولګولو.

د عارف وزیر ورور سراج وزیر وي او ای ډيوه ته ویلي دعارف وزیر د وژنې یو کال پوره خو تر اوسه دهغه په وژنه کې ککړ قوتونه نه ونیول شول اؤ نه معلوم کړی شول.

دعارف وزیر وړومبی تلین په داسې حال کې نمانځل کیږي چې دهغه بل دکاکا زوئ او د دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی علي وزیر له تیر دسمبر میاشتې راهسې د ریاست په ضد دکرکژنې وینا کولو په تور د کراچۍ په زندان کې بندیوان دی.

دعارف وزیر وورو وایي "په دې مقدمه کې په پرمختګ نه کېدو مونږ اندېښمن یو او دا ګڼو چې دا مقدمه د پامه غورځول شوې او زمونږ کورنۍ ته انصاف نه ترلاسه کیږي"

هغه زياته کړه دا د ریاستي ادارو کار دی چې دعارف وژنه کې ککړ کسان معلوم کړي خو دوئ ته چا په دې یو کال کې دا معلومات ور نه کړل چې د عارف د وژنې په مقدمه کې څومره پرمختګ شوی، څوک نيول شوي يا بل کوم کوټلی ګام پورته کړی شوی دی؟

وزير زياته کړه د صوبې د پولیسو مشر په خپله ددې پېښې د پلټنو باور ورکړی ؤ خو تراوسه د هغې هم څه خبر مخې ته رانغلو.

په سیمه کې د پي ټي ایم فعال عرفان وزیر وویل دوئ له یو کال نه احتجاجی مظاهرې او لاریونه کوي او حکومت نه عارف وزیر ته د انصاف ترلاسه کیدو غوښتنه کوي.

وي او ای ډیوه ته هغه وویل د دوئ د غوښتنو منل کیدو پځائ د دوئ پرضد مقدمې درج شوي، عملیات شوي او ملګري یې زندانو کې بندایون کړی شوي چې وروسته د عدالتونو د لارې خوشي شوي دي.

هغه تور ولګولو چې حکومت په دې طریقه د دوئ د غلي کولو هڅه کوٍي خو دوئ په دغه طریقه نه شي پشا کولی او خپله مبارزه به دوام داره ساتي .

د عارف وزير د وژنې وروسته دخېبرپښتونخوا دپوليسو د مشر (ايي جي پي) ثناالله عباسي ويلي وؤ ښايي د عارف وزير د وژنې سبب د هغه د افغانستان تګ او هلته د رياست پرضد خبرې کول وؤ.

د جنوبي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شوکت علي وايي د عارف وزير د وژنې مقدمه پولیس په خپل مدعیت کې د نا معلومه کسانو پرضد درج کړې ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل تر اوسه ورسره نه دعارف وزیر کورنۍ رابطه کړې، نه یې څوک په ګوته کړي،نه یې‌ په چا دعوه کړې اؤ نه ورسره مرسته کوي ترڅو پولیس دې وژنه کې ککړو کسانو ته زر ورسیږي.

هغه وويل په دغه پېښه کې ځينې مشکوک کسان نیول شوي وؤ خو د پوښتنو وروسته هغه خوشي کړل شوي ځکه چې دهغوئ په ضد کوم ثبوت نه ؤ ترلاسه شوی .

هغه وويل دوی دغه مقدمه د پامه نه ده غورځولې، پلټنې کوي او هڅه کوي چې د عارف وزير وژونکي زر تر زره د قانون منګولو ته راولي.

بل لوري ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د عارف وزیر کورته رسیدلې او ټاکل شوې چې نن ماښام نه وروسته عارف وزیر ته عقیدت او درناوې وړاندې کولو لپار ه دهغه په قبر غونډه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG