لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبايډن: د جمهوریت دپاره ازاد مطبوعات ضروري دي


د امریکا صدر او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن د ازاد جرنلزم په نړیواله ورځ خپلو پېغامونو کې ويلي، چې په ګرده نړۍ کې د ازاد جرنلزم، جرنلسټانو د ساتنې او مالوماتو ته د رسايۍ د ملاتړ ژمنه کوي.

د صدر جوبايډن د دفتر څخه د ميډيا د ازادۍ په نړيواله ورځ جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي چې د نن نه 30 کاله وړاندې چې په په افريقه کې صحافیان د کوم ازاد او ګڼ اړخيزه پرېس دپاره په کوم ونډهوک ډيکليرېشن باندې سلا شوي وو هغه نن هم د قومونو د پرمختګ، جمهوريت د ساتنې او اقتصادي پرمختيا دپاره اړين دی.

صدر بايډن ويلي په ننۍ ورځ (درېمه مې) د رښتيا ويونکو جرنلېسټانو ستاينه کوو چا چې د ويرې نه انکار کړی او په عامه توګه يې خپل ژوند هم په داو لګولی دی.

نوموړي ويلي هغه د ګردې نړۍ په ټولنو کې دننه د ازادې ميډیا د کردار ارزښت مني.

ښاغلي بايدن ویلي، چې جرنلسټان رښتيا مخې ته راولي، د طاقت ناجايزه استعمال څاري او د واک د خاوندانو نه د سوتره والي غوښتنه کوي.

هغه زياته کړې چې جرنلسټ د فعاله جمهوريت دپار ډېر مهم دی. جرنلېسټان د کرونا وبا په مهال هم په لومړي صف کې دي خلک خبر ساتي او خپل ژوند يې په خطر کې اچولی دی.

هغه ويلي د يوې ازادې او خپلواکه ميډيا په وړاندې چې څومره خطرې دي په ګډه به يې مقابله کوي.

د جرنلېسټانو د حقونو دپاره کار کوونکې ادارې کميټي ټو پروټېکټ جرنلسټس (سي پي جی) ويلي په کال 2020 کې په ګرده نړۍ کې ډېر جرنلسټان په جېلونو کې بند کړی شوي، په ځانګړي ډول ښځينه جرنلېسټانې انلاين ځورول شوي، په خود غرضۍ يقين لرونکو ازادې ميډيا ته زيان رسولی او د رښتياو د فشار لاندې راوستو او غلطو مالوماتو خپرولو هڅه يې کړې ده.

بايډن ویلي دا حملې د جموريت دپاره د خطرې نه کمې نه دي.

د امریکا صدر ویلي په ګرده نړۍ کې به د ازادې او بې طرفه میډيا ساتنه کوي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي، چې امریکا به د مطبوعاتو د ازادۍ، په ګرده نړۍ کې د جرنلېسټانو د ساتنې او مالوماتو د رسايۍ ملاتړ جاري ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG