لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان او باجوړ کې په دوو جلا پېښو کې څلور عسکر وژل شوي‌ څلور ټپیان دي


واشنګټن ـــ له پښتونخوا صوبې سره په یو ځای شویو ضلعو او بلوچستان کې امنیتي پېښې بیا په زیاتېدو دي او نن په باجوړ ضلع او د بلوچستان په آواران ضلع کې په دوو جلا پېښو کې څلور عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

لومړۍ پېښه له افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبايلي ضلع باجوړ کې شوې چې د سړک غاړې ښخ يوه ماين چاودنه شوې چې پکې دوه سرتيري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د چاودنې ذمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې، پوليس وايي په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

پوليس وايي ياده پېښه د ګل/دوشنبې په ماښام درېمه مې د باجوړ د ماموندو تحصيل په ترخو لغړۍ نومې کلي کې هغه وخت رامخې ته شوه چې د اېف سي ځواکونه د معمول په ګشت روان وو او د سړک غاړي ښخ د بم چاودنې ښکار شوي دي.

د باجوړ پوليس ډي اېس پي ګلزار ډيوه ته وويل د ټپي شوو عسکرو روغتيايي حالت ښه دی او دوی د ميليشا او پوځي عسکرو سره په ګډه د پېښې وروسته د لټون عمليات پېل کړي خو تراوسه يې څوک نه دي نيولي.

بل لور ته د بلوچستان د آواران ضلعې د ماشکې سیمې په بندکې سیمه کې شوې ده. امنیتي چارواکي وایي د لېویزو د رسالدار قافله په سیمه کې تېرېدله چې د سړک له غاړې ښخ شوی ماین پرې چاودلی دی.

چارواکي وایي په پېښه کې د لېویزو یو موټر په بشپړه توګه تباه شوی دی چې وایي دوه لېویز عسکر پکې وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي، خو د لېویزو رسالدار مېجر یحیی خان خوندي دی.

د دې پېښې ذمه واري کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو چارواکي شک څرګندوي چې په دې کې به د ازادي غوښتونکو بلوڅانو وسلوالې ډلې لاس لري.

له دې وړاندې هم روان کال په هدفي وژنو کې پوليس اهلکار او ځايي مشران په نخښه شوي دي چې زمه واري يي پاکستاني طالبانو منلې وه.

د دې تر څنګ په باجوړ کې په تيرو وختونو کې څو داسې پېښې هم شوې وې چې زمه واري يي داعش ډلې په غاړه اخستې وه.

څيړونکي وايي د باجوړ ترڅنګ په نورو قبايلي ضلعو کې هم د امنيت وضع په خرابېدو ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG