لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ژوب: د پولې د پورې غاړې بريد کې د پاکستاني اېف سي ځواک اووه سرتيري وژل شوي، درې ژوبل


د پاکستان پوځ ویلي د بلوچستان صوبې په ژوب ضلع کې د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه ترهګرو بريد کړی، د ملېشې (اېف سي) اووه سرتيري پکې وژل شوي او درې پکې نور ژوبل شوي دي.

پوځ ويلي نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (پينځمه مې) دغه پېښه شوې ده. د بريد زمه واري تر اوسه پورې چا نه ده منلې.

پوځ ويلي د ملېشې ځواک د ژوب په منځکۍ سېکټر کې د افغانستان سره په پوله د سيمو په ازغن تار لګولو دپاره تلو چې د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه پرې ترهګرو بريد کړی دی.

په پېښه کې لومړی شپږو پوځیانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی وو،‌ پوځ ویلي ژوبل سرتېري د کوټې پوځي روغتون ته منتقل کړي وو، چې په هغوی کې درې تنو نورو هم د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

ويل شوي په بريد کې حوالدار نور زمان، سپاهي شکيل عباس، سپاهي احسان الله او نېک سلطان وژل شوي دي.

پاکستان په کال 2017 کې د افغانستان سره په پوله د سيمو ازغن تار لګول پېل کړي وو.

په 11 اپرېل د پاکستان د کورنيو چارو وزیر شېخ رشید ويلي وو د روان کال د جون د مياشتې پورې به د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګول مکمل کړی شي.

هغه ویلي وو د ایران سره په پوله هم د ازغن تار په لګولو 42 فيصده کار شوی دی.

پاکستان وايي د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو هدف د ترهګرو مخنيوي کول دي.

پرون هم په د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړه کې په يوه ماين چاودنه کې د اېف سي ځواک دوه سرتيري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

پرون بله پېښه د بلوچستان په اوارن سيمه کې شوې د ليويز په ګاډي چاودنه کې دوه سرتيري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG