لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غربي نړۍ په مونږ خپلې فېصلې نه شي تپلی،د یورپي یونین قرارداد ته دپاکستان غبرکون


دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ديورپي پارليمان په غوښتنه پاکستان کې دمذهب دسپکاوي قانون ته دبيا کتنې يا دې کې د بدلون امکان رد کړى او ویلي یې دي غربي نړۍ پاکستان باندې خپلې فيصلې تپلى نه شي.

په عین حال کې دپارليماني چارو مرستيال مرکزي وزير علي محمد خان د يورپي پارليمان قرارداد ته په حکومتي کچه دسخت ځواب ويلو غوښتنه کړې ده.

حکومت مخالفه سياستمدران او څيړونکي د يورپي پارليمان قرارداد ته دپاکستان د حکومتي وزيرانو غبرګون غير ذمه وارنه بولي.

څېړونکي اؤ مخالف سیاسي مشران وایي که يورپي هيوادونه د پاکستان لپاره دتجارتي مراعاتو منظوري ورکولى شي نو دى سره دتړلو شرطونو دنه عملي کيدو پسر د پاکستان کورنيو معاملو نه څنګه بې تفاوته پاتې کيدلى شي.

د سه شنبى په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودهدري ديورپي پارليمان قرارداد ته غبرګون کې ويلي غربي نړۍ په پاکستان خپلى فيصلې نه شي تپلى.

نوموړي وويل دپاکستان حکومت تندروه ډلې تحريک لبيک باندې د بنديز پريکړه د يورپي پارليمان په وينا نه خو په خپل سر کړې ده او دا چې پاکستان به خپلو کورنیو معاملو معاملاتو کې د چا حکم منلو ته غاړه نه ږدي.

رپوټونه وايي هم تيره ورځ د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ شوې دمرکزي کابينې غونډه کې د پارليماني چارو وزير علي محمد خان د يورپي پارليمان قرارداد ته دسخت حکومتي ځواب ورکولو غوښتنه کړې ده.

داروپايي اتحاديي پارليمان کې منظور شوي قرارداد کې د لږکيو سره دتوپيري چلند،د خبريالانو او بشري حقونو د فعالينو د ځورؤلو او دمذهب دسپکاوي قانون نه دناسمې استفادې پسر پاکستان لپاره تجارتي مراعاتو ته دبيا کتنى غوښتنې شوې دي.

د مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د قامي اسمبلى دباندنيو چارو دکميټې غړې زهره ودود فاطمي قرارداد ته د حکومتي وزيرانو غبرګون غير ذمه ورانه بولي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغې ويلي چې هرکله يورپي پارليمان کې شامل هيوادونه په ګډه پاکستان لپاره دتجارتي مراعاتو منظوري ورکولى شي نو دې سره دتړلو شرطونو دنه عملي کيدو پسر دپاکستان په کورنيو معاملو څنګه غلي پاتې کيدلى شي.

هغې وویل د يورپي پارليمان قرارداد کې پاکستان د تجارتي مراعاتو په بدل کې د بشري حقونو او دمذهبي ازادیو سره په تړلو ٢٧ نړيوالو تړونونو يا ژمنو دتايد او عملي کولو پابند ګرځول شوی دی.

يورپي پارليمان دپاکستان حکومت نه دمذهب دسپکاوي دقانون په اساس د درج مقدمو دترهګرۍ ځانګړو عدالتونو کې دنه چلولو او دغه جرم باندې تورن ملزمان ته د ضمانت دحق ورکولو غوښتنه هم کوي.

خو ديو شخصي ټي وي سره خبرو کې د اطلاعات مرکزي وزير فواد چودهري ياد قانون کې د بدلون يا دې ته بيا کتنې امکان رد کړی دی.

نوموړي زياته کړې ده چې قانون جوړول دپاکستان د اولس دمنتخب پارليمان واک دی او پاکستان د يورپي پارليمان په وينا کوم قانون کې په بدلون غور نه کوي.

د پاکستان دباندنيو چارو وزارت په دغه قرارداد دمايوسۍ ترڅنګ دمذهب دسپکاوي دقضيو پسر دپاکستان عدالتي نظام باندې انديښنې د يورپي ملکونو دپارليمان د پاکستاني عدالتونو په هکله د پوهې نيشتوالى بولي.

خو دسپريم کورټ لخوا دمذهب دسپکاوي په جرم له بنده دخوشې کړل شوې عيسايي میرمنې آسيه بي بي وکيل بيرسټر سيف الملوک په دې معامله د اروپاپي اتحاديي دهيوادونو د انديښنو پخلى کوي.

بيرسټر سيف الملوک وى او ای ډيوه ته ويلي کال ١٩٨٥ کى دغه قانون د منظوريدو راهسې د تندروه ډلو د فشار لاندې د مذهب سپکاوي يوه قضیه کې هم پوليسو خپلو پلټنو کې تورن تن بې ګناه نه دى ګرځولى خو مهمه خبره دا ده چې سپريم کورټ بيا دغه ټولو قضييو کې د لاندى عدالتونو په پريکړو او دپوليس په تفتيش بې باوري ښودلې ده او اعلى عدالت ټول سزا شوي ملزمان خوشې کړي دي چې وروستی او ستر مثال یې دآسيه بي بي قضييه ده.

د يورپي پارليمان او د بشري حقونو دملکي اونړيوالو تنظيمونو ترڅنګ د پاکستان سپريم کورټ هم د مذهب سپکاوي قانون څخه دناوړه او شخصي ګټو لپاره استفادې پخلى کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG