لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه:دپولیسو په ډزو یو زلمي وژل شوی،بل ژوبل


دبلوچستان ایالت دسرښار کوټې په سریاب روډ د پولیسو په ډزو کې یو زلمی وژل شوی اؤ دهغه بل ملګری ژوبل شوی دی .

پولیس وایي کوم عسکر چې په دغو زلمو ډزې کړي هغه یې نیولی خو د وژل شوي زلمي کورنۍ احتجاج کړی اؤ وایي هغوئ سره دې سمدستي انصاف وکړل شي.

پاکستاني رسنیو دپولیسو له خولې ویلي چې تیره شپه د کوټې په سریاب روډ پولیسو د فیضان جتک اؤ شهزاد په نومونو په دوؤ زلمو ډزې کړي چې په دغو ډزو کې فیضان جتک وژل شوی اؤ شهزاد سخت ژوبل شوی دی.

پولیس دریځ خپل کړی چې هغوئ دغو زلمو ته د ګاډي ودرولو اشاره کړې وه خو چې ګاډی یې ونه درؤلو نو ډزې یې پرې وکړې.

د وژل شوي زلمي فیضان جتک کورنۍ ددغه پېښې په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده اؤ دپولیس دا دریځ یې بې ځایه بللی چې ګڼې هغوئ پولیسو ته ګاډی نه دی ودرولی .

د وژل شوي زلمي کورنۍ دریځ خپل کړی چې پولیسو په وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي تن برناحقه ډزې کړي اؤ دبربریت مظاهره یې کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو هم یو شمیر سیاسي مشرانو اؤ مدني فعالانو په دې پېښه خفګان ښودلی اؤ دپېښې دبشپړه پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

دعوامي نیشنل پارتۍ مرکزي مشر میا افتخار حسین په ټوئټر لیکلي فیضان جتک دپولیسو په ډزو وژل شوی اؤ ددې پېښې باید سمدستي پلټنې وکړی اؤ حقائق مخې ته راوړل شي..

دټولنیزو رسنیو فعال شفیق احمد ایډوکیټ په ټویټر لیکلي دپاکستان پوځ خو دخپلو وګړو وژنه دثواب کار ګڼي خو د نورې وردۍ والاؤ په لاس کې چې ټوپک وي هغوئ هم دبېګناه تن په وژلو کې هیڅ ویره ترهه نه کوي .

په عین حال کې دبلوچستان وزیراعلی جام کمال خان ددې پېښې دپلټنو امر کړی اؤ ویلي یې دي چې پېښه کې ککړ کسان به په هرصورت دقانون منګولو ته سپارل کیږي.

دبلوچستان دکورنیو چارو وزیر میرضیاء لانګو هم پخپل یو بیان کې ویلي چې د وژل شوی زلمي د کورنۍ سره به هیڅکله بې انصافي نه کیږي اؤ حکومت به ددې پېښې پوښتنه کوي.

هغه ویلي د ایس ایس پي په مشرۍ ددې پېښې دپلټنو دپاره یوه کمیټه جوړه کړل شوې ده اؤ کوم عسکر چې ډزې کړي هغه نیول شوی دی

XS
SM
MD
LG