لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

انتوني بلينکن: د افغانستان نه وځو، اړيکې ورسره نه پرې کوو


د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي، امریکا افغانستان ته د 11 ستمبر د ترهګر بريدونو له امله تللې او د دغه حملې زمه وار يې انجام ته رسولی دی او ورسره دا چې دا خبره يقيني کړي چې د افغانستان نه بيا دغه ډول بريدونه ونه شي.

هغه ويلي اسامه بن لادن لس کاله وړاندې وژل شوی دی.

بلينکن په يوه مرکه کې ویلي، امریکا د افغانستان نه پوځ اوباسي خو اړيکې ورسره نه پرې کوي.

هغ ويلي مونږ (امريکا) به د افغانستان پوره مرستې جاري ساتو، د اقتصاد د پرمختيا، انسانې ښېګړې او امنيتي ځواکونو سره به مرستې کوو.

هغه زياته کړې د درېو لکو نه زيات افغان امنيتي سرتيري امریکا تربيه کړي دي. هغه نور هېوادونه به هم د افغانستان سره په رابطه کې وي.

نوموړي ویلي، طالبانو له به هم اوس فېصله کول وي چې افغانستان کورنيو جګړو پله بوځي يا په نړيواله کچه خپل ځان يو څه مني.

بلينکن زياته کړې، د افغانستان ګاونډي هېوادونو ته به هم پرېکړه کول وي چې د افغانستان د پرمختګ دپاره خپل اثر کاروي که هیڅ به نه کوي او په ممکنه توګه به دا اجازه ورکړي چې افغانستان ته دې کورنيو جګړو کې ښکېل شي او په نتيجه کې به يې ګاونډي هېوادونه او افغانستان ولس اغېزمن کيږي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير ویلي، د افغانستان په اړوند يې پاملرنه په سفارتکارۍ ده او ګورو چې طالبان د افغان حکومت سره کښېني او دغه شخړه په سياسي لاره حل کړي کومه چې ډېره اوږده شوې ده. هغه زياته کړې د ښځو او جينکو دپاره چې په افغانستان کې کوم پروګرامونه پېل کړی شوي په پام کې يې دي چې هغه به روان وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG