چارواکي وایي دا پېښه دبلوچستان دمستونګ ضلعې په خاد کچه سیمه کې رامنځته شوې چې دغلته یو تن خپله میرمن دیو بل سړي سره د ناجائزه اړیکو په تور وژلې ده.
دلیوي ځواک دسرچینو له مخې له پېښې وروسته وژونکی له موقعې تښتیدلی اؤ د مستونګ ډپټي کمشنر الیاس کابزئ لیوي ځواک ته د هغه دنیولو امر کړی دی
تر دې وړاندې دفرورۍ په څلوره نیټه دبلوچستان په ژوب سیمه کې هم یوه ښځه اؤ سړی دغیرت په نوم وژل شوي وؤ.
دښځو دحقونو دپاره په مبازره دبوخت غیر دولتي سازمان عورت فاونډیشن دبلوچستان مشر علاؤ الدین غلجي وایي دتیرکال نه دبلوچستان په بیلابیلو سیمو کې د غیرت یا ننګ په نوم د وژنو لړۍ غځېدلې اؤ یوازې تیرکال په بلوچستان کې ۳۳ میرمنې اؤ اتلس سړي دننګ په نوم وژل شوي دي.
هغه وایي سږکال هم دبلوچستان څخه په هره دویمه اؤ دریمه ورځ دننګ په نوم دمیرمنو د وژنو پېښې رپورټ کیږي چې دا دفکر وړ صورتحال دی.
د وي او ای ډیوه خبریال حمید سمسور ته هغه ویلي دغیرت په نوم د وژنو په ضد په قامي کچه پارلیمان کې قانون سازي شوې ده خو تراوسه په بلوچستان اسمبلۍ کې په دې اړوند هیڅ قانون نه دی جوړ شوی.
نوموړی وایي دپاکستان په دستور کې داتلسم ترمیم یا بدلون وروسته اړینه داده چې صوبایي اسمبلۍ د ننګ پسر د وژنو په ضد قانون سازي وکړي .
ښاغلی غلجی وایي دننګ پسر د وژنو پسر سزاګانې ټاکل شوي دي اؤ په داسې. رقم پیښو کې ککړو ته باید همدغه سزاګانې ورکړل شي خو له بده مرغه دغیرت په نوم د وژنو پېښو کې پولیس اکثر په وژونکي یوازې دقتل ۳۰۲ دفعه ولګوي.
نوموړی وایي ۳۰۲مه دفعه دننګ پسر وژنو باندې نه بلکې په عادي وژنه لاګو کیږي نو باید پولیس په دې خبره پوهه کړل شي چې دغیرت په نوم وژنو دپاره خپله دفعه ولګوي.