لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او سعودي عرب اړيکې په ضرورت ولاړې دي، څيړونکي وايي


په داسې حال چې د پاکستان وزیراعظم د سعودي عرب په سفر دی او د پاکستان سرکاري میډيا وايي د سعودي عرب او پاکستان ترمنځ په پينځه معاهدو لاسليکونه شوي او د رابطې دپاره سپريم کوارډينېشن کونسل جوړ کړی شوی، خو څيړونکي وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په ضرورت ولاړې دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان پرون د جمعې په ورځ (اوومه مې) په درې ورځني سفر سعودي عرب ته تللی دی.

د عمران خان نه وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد د سعودي عرب سفر کړی دی.

د پاکستان سرکاري ميډيا وايي عمران خان د سعودي عرب د وليعهد محمد بن سلمان سره ليدلي، په سياسي، اقتصادي، تجارتي، دفاعي او امنيتي موضوعاتو يې بحث کړی او ويلي يې دي دوه اړخيزه اړیکو ته به وده ورکوي.

ويل شوي په ليدنه کې په سيمه ييزه او نړيوالو چارو هم خبرې اترې شوي دي.

سرکاري ميډيا ویلي وزيراعظم او سعودي وليعهد د سپريم کوارډينېشن کونسل په جوړولو لاسليک کړی او ځينې نورې لوظنامې او يادداښتونه يې هم لاسليک کړي دي.

څيړونکي وايي د پاکستان او سعودي عرب اړیکې اوس هغه رنګ نه ښکاري چې دعوې به کېدلې د دواړو هېوادونو اړيکې د ورورولۍ او مذهب په بنياد د يو بل سره جوختې تړلي دي، بلکې اوس دواړه یو بل ته ضرورت لري او دا اړيکې په ضروت ولاړې پاتې دي.

د پېښور پوهنتون د جرنلېزم د څانګې استاز پروفېسر ډاکټر عرفان اشرف وايي، د عمران خان د وزیراعظم جوړېدو وروسته داسې ګڼل کېده چې د سعودي عرب او پاکستان اړيکې د شخصي حده پوره ښې شوي دي خو وروسته بيا هغه اړيکې هغه رنګ پاتې نه شوې.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دا خبره په خپل ځای ده چې دواړه ملکونه تاریخي اړيکې لري، خو دې سفر ته اوس په سیمه کې د روانو حالاتو په ترڅ کې کتل پکار دي.

هغه وویل امريکا د افغانستان نه ووځي او سعودي عرب هم په افغانستان کې خپلې ګټي لري، او دلته پاکستان په مینځ کې دی پاکستان د افغانستان په اړه يو مهم ملک ګڼل کيږي او سعودي عرب پاکستان ته او پوځ ته يې ضرورت لري ځکه نو سعودي عرب غواړي چې پاکستان په دغه اړه د لاسه ور نه کړي.

ډاکټر عرفان اشرف وايي امریکا او سعودي عرب په خپل مينځ کې ښې اړیکې لري او ښکاري چې امريکا د سعودي عرب په لار پاکستان ته کوم پېغام ورکول غواړي چې هغه د افغانستان نه ووځي نو دلته به کوم ډول حالات پاتې کيږي او په حالاتو د نظر ساتلو دپاره د امريکا پاکستان ته ضرورت پېښېدی شي.

په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وايي په نړۍ کې اوس حالات داسې جوړ دي چې د ملکونو ترمنځ اړیکې د مذهب يا ورورولۍ په بنياد نه وي، اوس حالاتو ته کتل کيږي او په هغه حساب ملکونه د يو بل سره اړيکې ساتي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل دا وخت پاکستان سعودي عرب ته او سعودي عرب پاکستان ته ضرورت لري.

هغه زياته کړه که څه هم په وروستيو کې د دواړو ملکونو ترمنځ اړیکې ترينګلې شوې وې خو اوس حالات داسې جوړ دي چې دوی به يو بل ته نزدې کیږي، لکه پاکستان اقتصادي مشکلات لري او سعودي عرب په سيمه کې خپل اثر په ځای پاتې کول غواړي.

څيړونکي وايي د کمزوري اقتصاد او پاکستانيانو په سعودي عرب کې پاتې کېدلو په لړ کې د پاکستان تل سعودي عرب ته ضرورت پاتې شوی دی او سعودي عرب په سيمه کې د پاکستان سره اړیکې د خپلو ګټو دپاره کارولي دي.

د پاکستان او سعودي عرب اړيکې هغه وخت خرابې شوې چې تير کال پاکستان د سعودي عرب نه غوښتي وو چې د کشمیر په مسله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) غونډه راوبلي او سعودي عرب د پاکستان دغه غوښتنه رد کړې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي بيا ويلي وو، که سعودي عرب ملاتړ کوي او که نه، خو وخت راغلی چې پاکستان د کشمير په مسله مخکې تګ وکړي او که او ايي سي غونډه نه راغواړي پاکستان به ګوري چې د ياد تنظيم غړی پاتې شي او که نه.

له دغې وروسته سعودي عرب د پاکستان نه خپل درې اربه ډالره بيرته غوښتي، او دغه پېسې چين پاکستان ته ورکړې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG