لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه د کابل سفر کړی


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه نن د ګل/دوشنبې په ورځ (لسمه مې) د کابل سفر کړی دی.

د امریکا غږ اشنا د افغان حکومت د سرچينو له قوله دغه خبر ورکړی دی.

افغان حکومت او د پاکستان پوځ په رسمي ډول د دې خبر خپرېدو پورې د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي.

راپورونه وايي جنرل باجوه به د افغان حکومتي مشرانو سره ويني.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د افغانستان سفر په داسې وخت کې کړی چې امریکا د افغانستان نه د وتلو اعلان کړی چې د ستمبر د میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه اوباسي او په افغانستان کې د بدامنۍ پېښو بيا زور اخستی دی.

او په وروستيو کې پاکستان هم دعوې کړي چې په باجوړ او بلوچستان کې د پولې د پورې غاړې افغانستان نه ترهګرو په پاکستاني ځواکونو بريدونه کړي دي.

د افغانستان په زابل ولايت (صوبه) کې تيره شپه د مسافرو وړونکی بس د چاودنې ښکار شوی چې پکې لږ تر لږه 11 تنه مړه شوي او په اتمه مې په کابل کې د جينکو سکول مخې ته چاودنه شوې چې پکې د رویټرز ترمخه د مړو شمېره 68 ته سېوا شوې او له دغې وړاندې تيره اوونۍ په لوګر کې په يوه چاودنه کې 27 تنه وژل شوي وو.

په څلورم اپرېل افغان ولسمشر اشرف غني په خپل یو مضمون کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د حالاتو په اړه ليکلي چې که طالبان له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې نه کړي د سولې بهیر به زیانمن کړي او پاکستان ته یې ویلي چې د دوستۍ لار خپلوي که د دښمنۍ.

د اشرف غني دغه مضمون د امریکې په مشهوره مجله فارن افېرز کې خپور شوی چې سرلیک یې وو "د افغانستان د خطر او فرصت شېبه: د هېواد او سیمې د سولې لار". د لیکنې په پېل کې ښاغلي غني له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه د افغانستان او ګاونډیو لپاره یو مهم پړاو بللی:

هغه ليکلي"افغان حکومت د دې پرېکړې درناوی کوي او دې ته پخپله [د امریکې]، افغانانو، طالبانو او سیمې لپاره د فرصت او خطر دواړو په نظر ګوري".

هغه په ښکاره ليکلي وو، "که پاکستان د طالبانو د ملاتړ لاره غوره کوي نو له افغان ملت سره د دښمنۍ لاره به انتخابوي، بیا به نو پاکستان هم په نړۍ کې و رټل شي، خو اوس هم د اسلام اباد لپاره وخت شته چې د سولې په بهیر کې د شریک او فریق په توګه راڅرګند شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG