لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس په يروشلم راکټې ویشتي دي


د الاقصا مسجد نه بهر د فلسطينيانو او اسرايل د پوليس د نښتې وروسته د حماس وسله والو د ګل په ورځ په يروشلم راکټې ويشتي دي، د الاقصا مسجد نه بهر په نښته کې په سوونو فلسطينيان ټپيان شوي وو.

حماس ډلې دغه راکټې وروسته د هغې داغلي چې د ګل د ماښام شپږ بجې وخت يې ورکړی وو چې اسرايل دې د الاقصا مسجد څخه خپل ځواکونه اوباسي.

د اسرایل پوځ ویلي اسرايل پله 150 راکټې داغل شوي چې پک شپږ په يروشلم کې لګېدلي دي او د ډېرو مخه يې د دفاعي نظام د لارې نيولې ده. په سمدستي توګه د راکټو په داغلو کې د مرګ ژوبلو اوښتو خبر مخې ته نه دی راغلی.

راپورونه وايي د اسرايل پوځ د راکټو په ځواب کې د غزه په پټۍ کې حماس په هدف کړی او چارواکو ويلي 20 تنه پکې وژل شوي چې پکې نهه ماشومان هم شامل دي.

د اسرايل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو ويلي حماس راکټي بريدونه وکړه د سرې کرښې واوړېدو.

ویل کيږي د کال 2014 د جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې په يروشلم راکټې داغل شوي دي.

نېتن ياهو ويلي، اسرايل به راکټي بريدونو ته سخت ځواب وايي، په خپله خاوره، خپله پلازمينه، خپلو خلکو او په خپل پوځ به راکټي بريدونه ونه زغمي.

بل لور ته د حماس وياند ابو عبېده ويلي، راکټي بریدونه يې د اسرايل لخوا په يروشلم کې د يرغل په ځواب کې کړي دي.

له دې وړاندې اسرايلي ځواکونو په الاقصا مسجد کې د اوښکو بهيونکی ګېس ويشتی او عبادت کوونکو په اسرايلي ځواکونو ګټې/ کاڼي وره ولي دي.

ویل شوي په دغه نښته کې د 300 پورې فلسطينيان او د 21 پورې اسرايلي چارواکي ژوبل شوي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن په اسرايل په راکټي بريدونو سخته اندېښنه څرګنده کړې او د بريدونو په سمدستي ډول ودرولو يې ويلي دي.

هغه ويلي ټولو فريقېنو له پکار ده چې تاو تريخوالی او شخړه راکمه کړي عملي ګامونه پورته کړي.

د سپينې ماڼۍ وياندې جېن ساکي د ګل په ورځ ویلي سپينه ماڼۍ د نزدې نه د حالاتو څارنه کوي.

برتانیې هم راکټي بريدونه غندلي دي.

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د ګل په ورځ يوه غونډه کړې او په را ولاړېدونکي شخړه يې اندېښنه څرګنده کړې ده. د شورا په 15 غړو کې نهه غړو په دغه مسله د غونډې رابللو ويلي دي.

ملګرو ملتونو هم د حماس لخوا راکټونه داغل په کلکه غندل شوي دي.

اسرايل ټول بېت المقدس خپل یو واحد پایتخت/سرښار ګڼي. فلسطینیان غواړي چې خیتځ بیت المقدس د دوی د یو راتلونکي ریاست پایتخت پاته وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG