لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: رويت هلال کميټي هڅه کوي چې اختر په يوه ورځ وي


په پاکستان د مياشتې ليدو دپاره جوړې سرکاري کمېټۍ (رويت هلال کمېټۍ) مشر مولانا عبدالخبير ازاد ويلي د ټولو مکاتب فکر علماوو سره په رابطه کې دی او هڅه کوي چې دې ځل له وړوکی اختر په ټول ملک کې په يوه ورځ وشي.

راپورونه وايي مولانا عبدالخبير ازاد دا خبره په داسې حال کې کړې چې ځايي ميډيا وايي د کمېټۍ ځيني غړو د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودري د ټويټر په بيان د خفګان څرګندونه کړې ده.

چودري په نهمه مې په ټويټر ليکلي وو د اختر ختمي اعلان به رويت هلال کميټي کوي خو د ساينس او ټېکنالوجۍ وزارت چې کوم کلېنډر او رويت دپاره اېپ جوړ کړی دی د هغې تر مخه د وړوکي اختر مياشت به په 13 مې ليدل کيږي او وړوکی اختر به په 14 مې وي.

په پاکستان کې روان کال روژه په يوه ورځ نيول شوې وه مولانه عبدالخبير ازاد ويلي په پېښور کې د قاسم علي خان جماعت د مشرانو سره هم تماس کوي چې په شريکه اعلان وکړي او اختر په يوه ورځ وشي.

ازاد ويلي په 12 مې د شورو/ چهارشبې په ورځ يې په اسلام اباد کې د رویت هلال کمېټۍ غونډه رابللې او د مياشتې ليدو ته به کښېني.

خو ډان ورځ پاڼې ويلي د قاسم علي خان جماعت مشرانو ورته ځواب کړی چې دوی به په خپل حساب د مياشتې ليدو د پاره کښېني.

جرنلېسټ افتخار فردوس ویلي مفتي شهاب الدين پوپلزي هم د شورو په ورځ په قاسم علي خان جومات کې د میاشتې ليدو دپاره غونډه رابللې ده.

د مفتي شهاب الدين پوپلزي په مشرۍ د پېښور په مسجد قاسم علي خان کې کال په کال د روژې او اختر مياشتې ليدو د پاره په غېر حکومتي کچه غونډه راجوړيږي او مفتي شهاب الدين پوپلزی بيا د عوه کوي چې د خېبر پښتونخوا او قبايلي ضلعو څخه ورته کره شهادتونه ترلاسه شي او د هغې په بنياد د روژې او اختر اعلان کوي چې اکثر له يې د روژې او اختر اعلان د پاکستان د سرکاري کمېټۍ روېت هلال کمېټۍ نه يو ورځ وړاندې وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG