لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پخپله خاوره دامریکایي پوځي اډو جوړیدو احتمال رد کړی


دپاکستان دبهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغانستان څخه د امريکایي ځواکونو د وتلو وروسته پاکستان کې د امريکا پوځي اډو دجوړيدو احتمال رد کړی دی.

خارجه وزیر ویلي دپوځ سرلښکر قمر جاوید باجوه تیروه ورځ دافغانستان سفر دسولې د روانې پروسې دبریالیتوب امکانات روښانه کړي دي.

څيړونکي دسعودي عرب له سفر سمدستي وروسته د پاکستان دپوځي مشرتابه د افغان ولسشمر اشرف غني او عبدالله عبدالله سره ملاقاتونه ډير مهم او د برتانيي ،امريکا او سعودي عرب لخوا د افغانستان د راتلونکي په هکله دپريکړو عملي کولو سره تړي خو وايي دې لپاره به پاکستان ته خپله افغان تګلاره کې بدلون راوستل وي

د سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د باندینیو چارو وزير شاه محمود قريشي تکرار کړې ده چې پاکستان د افغان شخړې په سياسي هواري باور لري او غواړي چې افغان دولت او طالبان دخبرو اترو لاره خپله کړي.

د يوې پښتنى په ځواب کې هغه د افغانستان څخه د امريکایي ځواکونو د وتلو وروسته پاکستان کې دامريکا دپوځي اډو جوړيدو امکان رد کړی دی.

نوموړي ويلي د پوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه د افغانستان سفر د سولې پروسې د کاميابۍ امکان روښانه کړی دی.

تيره ورځ د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه او د پوځي استخباراتي ادارې ایي ايس ایي مشر جنرل فىيض حميد کابل کى دافغان ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره ملاقاتونه کړي وؤ چې پکې د برتانیې د پوځونو مشر هم موجود ؤ.

جنرل باجوه د سعودي عربستان د څلور ورځنۍ دورې سمدستي وروسته د افغانستان دوره کړې ده.

پخواني سفير او څيړونکي ښاغلي اياز وزير دغه دوره د امريکا،سعودې عرب او برتانیې لخوا دافغانستان دراتلونکي په هکله دپريکړو عملي کولو سره تړلې ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کى اياز وزير وويل د افغانستان د راتلونکي په هکله يو داسې انتظام لپاره هلې ځلې کيږي چې راتلونکي کې چين په افغانستان کى ډير نفوذ یا اثر ونه لري خو ددې لپاره به پاکستان ته هم د افغانستان په اړه خپله تګلاره کې بدلون کول وي.

نوموړي وويل پاکستان ته به داسې ګامونه اخستل وي چې امريکا، چين او د افغانستان شخړې سره تړلي ټول هيوادونو قانع کړي.

ښاغلي اياز وزير وويل پاکستان به دا په څه ډول کوي ؟ دا به ګرانه مرحله وي ځکه هغه ګڼي چې راتلونکي کى پاکستان په افغان تګلاره کى د ستونزو سره مخ کيدلى شي.

وتلى خبريال او څيړونکی رحيم الله يوسفزي وايي د افغان طالبان خبرو ته د کښینولو لپاره هڅې کيږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ويلي دا خو لا اوس نه شي ويل کیدای چې د پاکستان دپوځي مشرتابه ددې دورې له امله به دسولې پروسه څومره ګړندۍ شي خو دا باوري ده چې د خنډانو باجود به د خبرو اترو عمل جاري وي.

نوموړې زياته کړې چې دغه دورې دواړخيزه واټنونه هم راکم کړي او لس ورځې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني چې پاکستان ته یې د دوستۍ يا دښمنۍ غوره کولو خبرداری ورکړی ؤ، دجنرل باجوه سره له ملاقات وروسته هغه د اکستان د کرداد ستاينه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت او طالبانو د وړوکي اختر په موقعه خپلو کې د دري ورځو د ډز بندۍ اعلان کړی خو دافغانستان دملي جوړجاړي دشورا مشر ډاکټرعبدالله عبدالله وایي چې درې ورځنی اوربند د افغان کشالې دایمي هواری نه دی.

ښاغلي عبدالله ویلي دافغانستان دستونزې دهواري لار باید په سیاسي خبرو کې ولټول شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG