لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني وايي: طالبان باید یو انتخاب وکړي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني بيا په طالبانو غږ کړی چې "طالبان بايد يو انتخاب وکړي ځکه زموږ انتخاب دا دی چې د هېواد د ستونزې حل لار یوازې سیاسي جوړجاړی دی او جګړه ستونزه نشي هوارولی".

اشرف غني دغه خبره نن د زيارت/پنجشنبې په ورځ (13 مې) په ارګ کې د وړوکي اختر په موقع راجوړې دستورې ته په وېنا کې وکړه.

هغه طالبانو ته په مخاطب کولو سره وويل، "د دې نه به بهتره شېبه پېدا نه کړئ دغه مو لوی ترين فرصت دی ټولې قيصې ختمې شوې بېن المللي قواوي ووتل د افغانستان ولس په سوله باندې اجماع لري د افغانستان ولس غېږه درته خلاصه کړې ده چې راشئ له هم نن نه د جمهوريت او ولس غېږه ډېره پراخه ده".

هغه د طالبانو د مشرانو نه پوښتنې وکړې چې " خبر يئ نن ډېر خلک ستاسو په نامه غلاګانې کوي، نن ستاسو په نامه قاچاق کوي، ستاسو په نامه د خلکو نه باج اخلي،کورونه ته ورځي وايي ډوډۍ راوړئ، هغه کورنۍ چې په درېو مياشتو کې د غوښې مخ نه ويني تاسو ترې چرګ غواړئ".

هغه وويل پوښتنه درنه کوم؟ "ظالمه شين ارغنداب ولې تباه کوې؟ په ښايسته زابل ولې انفجار راولې؟ د کونړ قاريانو درسره څه بد کړي دي؟"، هغه وويل يوه ولسوالۍ دې ورته وښايي چې تاسو طالبان پکې قوت يئ چې يو څيز پکې ابادي راوړي.

هغه وويل، "مونږ غواړو چې تاسو په يو ملي تړون کې راشئ، مونږ جنګ نه غواړو، مونږ نه غواړو چې راشئ تسليم شئ مونږ وايو راشئ سياسي حل لاره را اوباسو".

ښاغلي اشرف غني د طالبانو مشر ته په مخاطب کولو سره وویل، "مولوي صېب هېبت الله د افغانستان په تاريخ باندې فکر وکړئ مخکې له دې نه چې اعلامیې ورکوئ، چې خلک درته تسليم شي، هغه ورځې تېرې شوي دي".

هغه وويل راشئ چې کښېنو خبرې وکړو او د حل لاره را اوباسو، "د دې فرصت نه ګټه اخستل د افغانستان، منطقي او سيمې په ګټه دي. په دوحه کې درته وويل شو چې راشئ په اسلامي اصولو باندې وغږېږو تاسو ويل موافقتنامه".

"راشئ چې په ګډه دا خاوره چې مور ده او هر ځای په ژړا ده، مونږ غواړو چې هره دره اباده وي، مونږ مرګ نه غواړو، د ځوان اغاز غواړو، زما زړه هره ورځ ټوټه ټوټه کيږي".

اشرف غني وايي، "ما تل ویلي چې موږ نه دایمي دښمن او نه هم دایمي ملګري لرو، ځکه یوازې زموږ ملي ګټې دایمي دي".

هغه دا هم وويل، چې "د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد د کابل د وروستي سفر په مهال وويل چې په افغانستان کې د اسلامي امارت رامنځته کېدل د پاکستان په ګټه نه دي ".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG