لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عرب اماراتو کې‌ پاکستاني بندیان په سفارتخانې د ‌ناوړه چلن تور لګوي


دوبۍ ـــ د متحده عرب اماراتو په جېلونو کې بندي پاکستاني مسافر تور لګوي چې سفارتخانه د دوی خبر نه اخلي او په جېلونو کې‌ له بندي کېدو نه پس تر درو مياشتو پورې د دوی‌ ملاقات ته ورتلونکو ته کاغذونه نه ورکول کېږي.

بل خوا سفارتخانه وايي چې د پاکستاني بنديانو د خوشي کېدو لپاره هلې ځلې کېږي خو په جېل کې ‌بند مسافر ترېنه خوشاله نه دي.

په متحده عرب‌ امارات کې 2765 پاکستاني مسافر د وړو او غټو جرمونو په تور په جېلونو کې بنديان دي. په دوی کې 935 د ابوظهبۍ او 1830 تنه د دوبۍ په جېلونو کې‌ بنديان دي.‌

د تازه رپورټ‌ تر مخه پاکستاني بندي‌ مسافرو د ‌پاکستان په سفارتخانه تور لګولی چې زندان ته له تلو نه پس ‌په مياشتو سفاتخانه د دوی خپلوانو ته کاغذونه نه ورکوي چې په جېل کې له دوی سره ملاقات وکړي.

د پښتونخوا د دير سيمې سره تعلق لرونکی ثناء الله چې په دوبۍ کې روزګار کوي وي او اې ډيوه ته وايي‌ خپلوان یې په جېل کې بندیان دي، چې ‌ملاقات ته لاړو نو ورته وویل شو چې د‌ سفارتخانې نه اجازه تر لاسه کېدو نه پس‌ به ملاقات کيږي خو وایي درې مياشتې پس قونسلګرۍ اجازه ورکړه او ملاقات یې ممکن شو.

ثناء الله په سفارتخانې نیوکه وکړه چې د دوی بندي کسان وايي د ‌نورو هېوادونو سفارتخانې کار په توندۍ کوي، خو د پاکستان سفارتخانه په سفارش کار کوي. نوموړی د پاکستان سفارتخانه يادوي چې د ‌کوم بندي وس رسي د هغه لپاره هلې ځلې ډېرې کېږي او څوک ‌چې بېوسه وي هغوی په مودو په زندان کې پراته وي او څوک يې پوښتنه هم نه کوي.

بل خوا په دوبۍ کې د ‌پاکستان قونسلګري وايي په زندان کې د بندي مسافرو لپاره‌ هلې ځلې کیږي او وایي په مې مياشت کې یې 64 بندیان خوشي کړي او 14 به د ‌جون‌ په مياشت کې ازادي‌ مومي.

خو پاکستاني بنديانو د جېل نه په يو خط کې ليکلي چې سفارتخانه د دوی مسئلې نه حل کوي. د بندیانو ددې خط خبر د عرب اماراتو "ګلف ټوډې" ورځپاڼې خپور کړی چې تر اوسه پورې د سفارتخانې د اړخه څه‌ ځواب نه دی ورکړل شوی. مسافرو په حکومت غږ کړی چې د ‌سفارتخانې نه دې تپوس وشي چې ولې د بنديانو کاروایي په توندۍ نه کېږي.

په عرب امارات کې د پاکستان د ‌خيرښېګړې د تنظيم غړي ګلشاد وي او اې ډيوه ته ويلي چې د پاکستاني‌ بندي مسافرو شمېر مخکې ډېر وو، خو سږ کال د پاکستان د وزير اعظم عمران خان‌ د ‌بهرنیو چارو نماينده زلفي بخاري د عرب اماراتو حکومت ته درخواست کړی وو، ‌چې پاکستاني قيديان خوشي کړي او له هغه پس 1200 مسافر بنديان خوشي کړای شول.

په دغو 1200 قيديانو کې ګڼ شمېر هغه کسان شامل وو چې په ويزو کې ورسره دهوکې شوې وې او ويزې يې ختمې وې خو دوی په اماراتو کي ژوند کاوه، ځکه نو د جرمانې په نه ‌ورکولو نیول شوي او بندي کړل شوي وو.

په دوبۍ کې‌ يو ټرېول ايجنټ آصف اپريدي وي او اې ډيوه ته ويلي چې په پاکستان کې ټرېول ايجنټان په مسافرو سيلاني ويزې په ګران نرخ خرڅې کړي او دهوکه ورسره وکړي چې د کار روزګار په ويزو مو‌ لېږو، خو وایي دغه مسافر چې‌ اماراتو ته راشي نو پته ورته نه وي او وخت يې ختم وي نو جرمانې ورپسې شروع شي او بيا په پټه کار روزګار کوي ځکه یې نو پولیس ونیسي او تر څو چې یې جرمانه نه وي ورکړې په جېل کې‌ بندي وي.

  • 16x9 Image

    عرفان بهادر

    عرفان بهادر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د وي او اې ډیوه رېډیو د خبریال په توګه کار کوي. هغه هلته د پاکستان او افغانستان د مېشتو مسافرو د ستونځو او د عربي اماراتو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG