لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس نور 76 کسان مړه شوي


سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې دتیر یو شواروز دننه 76کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې دې سره په دغه هیواد کې په کرونا دمړو شوؤ ناروغانو شمیره 19543 ته رسېدلې ده.

دکرونا دڅار دولتي ادارې این سي او سي پخپلو تازه شمیرو کې ویلي چې په څلېریشتو ساعتو کې دګرد هیواد دننه دکرونا نورې 2379 ریکارډ شوي دي.

پاکستان کې ټول اته لکه اؤ 77130 کسان په کرونا اخته شوي خو له دې جملې زیات شمیر بیرته روغ شوي اؤ اوس مهال 68 زره اؤ819په دې رنځ اخته ښودل کیږي.

خو دا شمیرې یوازې هغه دي چې دټيسټونو دلارې مخې ته راغلې دي اؤ دصحت محکمې چارواکي وایي چې که د هر ناروغه ټن معاینات وشي یا شوي وی نو کیدای شي د کرونا دناروغانو شمیرې ډیرې لوړې شي.

دپاکستان حکومت وایي دتیرې یوې اوونۍ راهسې د کرونا خوریدو لړۍ یو څه قابو شوې ده اؤ اوس دمړینو اؤ رنځورانو کچه هغه شان نه ده پاتې لکه دتیرې میاشتې دپیل راهسې چې روانه وه.

حکومت د کرونا وبا نه د ولس خوندي کولو دپاره د اتوار د ورځې نه د دیرش کاله عمر لرونکو کسانو رجسټریشن هم پیل کړی اؤ په خلکو یې غږ کړی چې باید کرونا نه دځان ساتنې دپاره ویکسین ولګوي.

تر دې وړاندې پاکستان کې ډاکټرانو ، طبي مامورینو، اؤ د زاړه عمر خلکو ته کرونا ویکسین لګول کیدل .

رپورټونه وایي چې د ۲۲ کروړه ابادۍ لرونکي هیواد پاکستان کې تر اوسه یوازې دوه فیصده خلکو ته کرونا ضد ویکسین ورکړل شوي دي

دخالي په ورځ داین سي او سي غونډه کې د دوشنبې یا ګل د ورځې څخه ګرد هیواد کې دکرونا وایرس له امله دتړل شوؤ دوکانونو اؤ کاروباري مرکزونو دبیا پرانستو پرېکړه شوې ده.

د کرونا د خلکو خوندي ساتلو په موخه دپاکستان حکومت د مئ د مياشتې اتمې نيټې راهسې ټول هيواد کې تجارتي مرکزونه تعليمي ادارې اؤ دسيلګرۍ مرکزونه تړلى دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG