لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان مشرتابه په بيان سخته اندېښنه څرګنده کړې


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، په پاکستان کې يې د افغانستان سفيرته په يوبيان کې سخته اندېښنه څرګنده کړې چې افغان مشرتابه په وروستيو کې غېرزمه واره بيانونه ورکړي او بې بنياده تورونه یې لګولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفيظ چودري ويلي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيزه مسلو دپاره د افغانستان او پاکستان دواړو ګډ فورمونه شتون لري هغه دې په موثره توګه وکارول شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دغه بيان وروسته له هغې ورکړی چې په 14 مې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په ننګرهار کې خلکو ته په وېنا کې په پاکستان نيوکې کړي وو.

حمدالله محب تور لګولی وو د پاکستان نه "قومونه خوشاله نه دي پښتانه په يو ځای کې ورته پاڅېدلي دي، پي ټي اېم (پښتون ژغورنې غورځنګ) څه ظلم يې پرې روان کړی دی نن هم علي وزير بندي دی ځکه چې خپل حق يې غوښتی دی، بلوڅان د خپل حق دپاره جنګيږي".

هغه ويلي وو د پاکستان دپاره چې د هند نه خلکو کډې کړې وې نن هم په سيند کې د مهاجر په نوم ياديږي په داخل کې د پنجاب پارټيانې راپاڅېدې وې ويل چې نور په مسلمانانو دا ستم بس دی.

هغه وويل "خپله روابطه د اسرايل سره لري او دا (افغانستان) ورته د ار الحرب (چرته چې جهاد رو وي) مالوميږي".

محب په پاکستان ځينې نورې نيوکې هم کړي چې افغانان يې غولولي دلته يې ورته جهاد روا کړی خو د هغه په وېنا چې په پاکستان کې غېر اسلامي غېر اييني کارونه کيږي هلته ورته جهاد نه ښکاري.

د پاکستان د بهرنيو د وزارت وياند په بيان کې زورنه ورکړې، چې دغه ډول بې بنياده بيانونه د دواړو ګاونډي وروڼو ملکونو ترمنځ اعتماد ته او د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان د سهولت کارۍ رول ته زیان رسوي.

پاکستان تل دعوه کوي چې د افغانستان د سولې په لړ کې يې د سهولت کار کردار لوبولی او تر خپله وسه به يې لوبوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG