لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ:حکومت په هره معامله لاس کې کچکول نیولی وي


دپېښور ایالتي محکمې یا هایکورټ ویلي چې حکومت په هره معامله کچکول راپورته کوي اؤ منډې ترړې وهي چې په دې توګه کله هم ستونزې نه هواریږي.

دپاکستان دسرکاري ټي وي دیو ملازم د قضیې اوریدنې په مهال د دپېښور هایکورټ جج ښاغلي قیصر رشید ویلي که زمونږ حکومت په هر شي دبهرنیو هیوادونو نه خیرات اؤ مرسته غواړي نو بیا دا حکومت څنګه چلوي؟

هغه ویلي د هرې ادارې دپاره چې دبهر نه ماهرین رابلل کیږي نو دهیواد دننه داسې هیڅوک نشته چې هغه د ادارو سمولو وړتیا لري؟

جج قیصر رشید ویلي دحکومت کاردګردګي دنشت برابر ده اؤ چې په هرڅه کې دبهر نه مرسته غواړي نو په داسې کې به بیا اندېښنه پیدا کیږي چې دهیواد په سلامتۍ ساز باز کیږي.

هغه زیاته کړې که یو څوک دبهر نه راځي اؤ دلته ادارې سموي نو دهغه ګټې به هم خوندي کیږي .

په پاکستان کې تر دې وړاندې حکومت مخالفه ګوندونو هم په حکومت تور لګولی چې هیواد په خیراتونو چلوي اؤ حتی ولس ته د کرونا ضد ویکسین لګولو دپاره هم حکومت د خیرات اؤ مرستې ویکسینو ته په تمه دی.

دپاکستان د وزیراعظم عمران خان سعودي عرب ته د اوسني سفر نه وروسته دهغه مخالفینو په ټولنیزو رسنیو پچموزې کړې وې چې عمران خان سعودي عرب ته دخیرات اؤ زکات راټولولو دپاره تللی ؤ .

خو حکومت بیا دا تورونه ردوي اؤ یو حکومتي وزیر مراد سعید ویلي وؤ‌ دسعودي عرب یوه موسیسه کې پاکستان کې په بې وزله خلکو دفطرانې د پیسو وریژې ویشي نو دا کومه بده خبره نه ده ځکه چې دنړۍ یو شمیر موسیسې دا مهال پاکستان کې همدا شان مرستې ویشي.

دروغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم معاون ډاکټر ډاکټر فیصل سلطان هم دا نیوکه رد کړې ده چې ګنې حکومت سوالي یا خیراتي ویکسین ته په تمه دی اؤ وایي زیات ویکسین حکومت په بیعه اخستي دي چې زر به پاکستان ته راورسیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG