لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان:امنیتي عسکر په ډزو خپل نور شپږ عسکر ملګري وژلي،اووه ژوبل


دبلوچستان په شمال کې دکیچ ضلعې په دشت تحصیل کې دامنیتي ځواکونو د کیمپ دننه یو عسکر پخپلو نورو عسکرو ملګرو ډزې کړې چې پکې شپږ عسکر وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي دی.

دسیمې څخه سرچینو د جمعې په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي ډزې شریف نومې یو عسکر دبلنګور په مرکزي کیمپ کې پخپلو نورو پوځيانو ملګرو هغه مهال کړي چې دوئ ټول ډوډۍ ته ناست وؤ .

تر اوسه نه ده روښانه شوې چې ددې ډزو علت څه دی اؤ نه هم لا دپاکستان پوځ په رسمي توګه په سمدستي ډول په دې اړه څه ویلي دي.

پېښه کې د وژل شوؤ کسانو نومونه حوالدار غلام دستګیر، سپاهی احمد نواز،نایک محمد اشرم ، سپاهی بلال حسین،لانس حولدار غلام فرید اؤ سپاهی محمد شہباز ښودل شوي .

په دې ډزو کې اووه عسکر ژوبل شوي هم دي چې پیژندګلو یې د نایک نورخان ،سپاهی ریاض حسین،سپاهی مظاہر حسین،بی آر سپاهی علی رضا ،سپاهی ساجد سرور، سپاهی نواز،اؤ د بټ مین ندیم عباس په نومونو سره شوې ده.

سرچینې وایي په ډزو کې ژوبل عسکر دعلاج دپاره دسیمې پوځي روغتون ته رسول شوي چې دغلته د یو زخمي ندیم عباس حالت مرګونی ښودل کیږي.

بلوچستان کې وخت په وخت په امنیتي عسکرو د وسله والو بریدونه هم کیږي چې په دې بریدونو کې تراوسه په سوؤنو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي

XS
SM
MD
LG