لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: ښایي د افغان کډوالو په ګډون 30 لکه خلک له کرونا وېکسینه محروم شي


واشنګټن ـــ په پاکستان کې د کورونا وایرس په ضد وېکسین خلکو ته د هغوی د پېژندنې په بنیاد ور لګول کېږي، چې له دې کبله کېدای شي په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په ګډون درې میلینه (30 لکه) کسان د شناختي کارډ نه لرلو له کبله له وېکسینه محرومه شي.

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې په اوس وخت کې یواځې هغو خلکو ته په پاکستان کې وېکسین ور لګول کېږي چې یا د پاکستان قومي شناختي کارډ لري او یا بیا په رسمي توګه له پاکستان سره د کډوالو په توګه رجسټر دي.

په پاکستان کې مېشت ظاهر پښتون- چې د کډوالو لپاره د خیرښېګړې له یوه غیرسرکاري تنظیم سره کار کوي- وایي د وېکسین لګولو لپاره باید د پېژندنې شرط ختم کړل شي. پښتون انادولو خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"د حکومت د دې کار هرکلی کوو چې د پي او آر کارډ لرونکي افغان کډوال یې د وېکسین په پروګرام کې شامل کړي دي، خو تقریباً نیم کډوال په پاکستان کې رجسټر نه دي، دوی ته هم باید وېکسین ور ولګول شي".

د پاکستان په څه باندې 21 کروړه ابادي کې تر اوسه پورې یواځې 30 لکه کسانو ته وېکسین ور لګول شوي چې دا د ګاونډي‌ هند په نسبت ډېر کم دي.

روغتیایي‌ کارپوهان اندېښنه څرګندوي چې د شناختي کارډ د نشتوالي له کبله که دومره زیات خلک له وېکسینه محروم شي دا کار به د دې ناروغۍ د لا خپرېدو سبب شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د رسمي شمېر له مخې په پاکستان کې دا مهال 2.8 میلینه رجسټر او نارجسټر افغان کډوال ژوند کوي، چې په دوی کې شاوخوا 15 لکه د مهاجرت کارډونه نه لري او کېدای شي له وېکسینه محروم شي.

د دې تر څنګ په زرګونو هغه پاکستاني وګړي هم له وېکسینه محرومه کېدای شي چې شناختي کارډونه یې په وروستیو کلونو کې د شناختي کارډ جوړولو مرکزي ادارې (نادرا) بلاک کړي دي.

له افغان کډوالو پرته په پاکستان کې زیاته اندازه بنګاليان، نیپالیان او روهنګیایي کډوال هم اوسېږي چې رجسټر نه دي او کېدای شي دوی هم له وېکسینه محروم شي.

په پاکستان کې د کورونا ضد وېکسینو د اوسنۍ تګلارې له مخې هر څوک چې د وېکسین لګولو لپاره رجسټرېشن کوي هغوی باید خپل د شناختي کارډ نمبر په ټاکلي رسمي ځای کې درج کړي.

د پاکستان د ډاکټرانو تنظیم پي ایم اې غوښتنه کړې چې د وېکسین لګېدو لپاره دې د رجسټرېشن بهیر ودرول شي ځکه چې وایي دا کار میلینونه خلک له دې وېکسینه محروم کولای شي. د دې تنظیم سیکرټري جنرل ډاکټر قیصر سجاد انادولو خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"موږ له ډېره وخته دا غوښتنه کوو چې د وېکسین لپاره غیرضروري شرطونه به په میلینونو خلک د وېکسین لګولو لپاره زړه ماتي کړي".

د روغتیا په چارو کې د وزیراعظم عمران خان ځانګړي سلاکار ډاکټر فیصل سلطان د ترکي انادولو خبري ایجنسۍ ته ویلي، هغه افغان کډوال چې پي او آر کارډونه لري وېکسین ور لګول کېږي خو د نارجسټر شویو کډوالو په اړه یې څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG