لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي سږکال شپتوؤ زرو کسانو ته بهر نه دحج دپاره د ورتګ اجازه ورکړه


سعودي عرب سږکال دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون ټولې نړۍ نه شپیتوؤ زرو مسلمانانو ته دحج دفریضې اجازه ورکړې ده.

د کرونا وبا دپیل راپدیخوا به دا وړومبی ځل وي چې سعودي عرب ته به دبهرنیو هیوادونو نه خلک د حج دپاره ورشي.

دمذهبي یووالي دپاره دپاکستان د وزیراعظم استازي حافظ طاهر محمود اشرفي رسنیو سره خبرو کې د سعودي عرب ددې پرېکړې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي سعودي حکومت ټولې نړۍ نه دحاجیانو د ورتګ منظوري ورکړې ده.

هغه دا نه دي ویلي چې دپاکستان نه به سږکال څومره حج کوونکي حج له لاړ شي خو وایي په دې اړه به وروسته دسعودي لخوا پاکستان خبر کړل شي.

ښاغلي طاهر اشرفي ویلي د اتلسو کالو نه کم اؤ د شپیتوؤ کالو نه دبره عمر لرونکي به حج ته نه پرېښودل کیږي اؤ کوم کسان چې حج دپاره ځي نو هغوئ دپاره به هم اړینه وي چې کرونا ضد ویکسین یې لګولي وي اؤ درې ورځې به هغوئ بیا هم سعودي چې په قرنطینه کې تیروي.

د سعودي عرب مکه او مدینه د اسلامي نړۍ مقدس مرکزونه بلل کېږي، خو په تېر 2020م کال کې یې د کورونا وایرس له کبله زیارتونو او حج ته د بهرنیانو پر ورتګ بندیز لګېدلی وو.

د سعودي د سرکاري شمېرو له مخې د کورونا وایرس تر بندیزونو مخکې هر کال سعودي ته شاوخوا دوه نیم میلینه (25 لکه)مسلمانان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د حج د مراسمو لپاره ورتلل او په میلینونو د عمرې لپاره ورتلو چې دې هېواد ته یې 12 اربه ډالره ګټه رسوله.

سعودي په داسې وخت کې سږکال شپیتوؤ زرو بهرنیانو ته دحج اجازه ورکړې چې لا هم د نړۍ په شاوخوا 35 هېوادونو کې کورونا وایرس ډېر زیات خپور شوی او په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ په میلیونونو کسان مړه شوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG