لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا قبایلي ضلعو دپاره دشخړو دهواري متبادل قانون دایف سي ار نوی شکل دی؟


پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ او وکيلانو قبائيلي ضلعو ته د شخړو د هواري متبادل قانون يا اي ډي ار ايکټ منظورول د بشري حقونو سره په ټکر کې بللی او دا يي د ايف سي ار يو نوی شکل بللی دی.

خو حکومتي چارواکي او ځنې قبائيلي مشران وايي دې سره به شخړې د عدالتونو په نسبت زر هواريږي او دا دقبائيلي ضلعو د ولس په ګټه دی.

دخیبرپښتونخوا حکومت د کورنیو او قبایلي چارو څانګې د مئ په ۲۱ یوه اعلامیه خپره کړې چې وايي د ۲۰۲۰م کال په دسمبر کې منظور شوی د شخړو د هواري متبادل قانون د مئ له پنځمې د شمالي وزیرستان نه علاوه په شپږو قبایلي ضلعو کې عملي شوی دی.

په دې قانون کې ویل شوي چې په هره قبایلي ضلعه کې به انتظامي، امنیتي او عدالتي چارواکي د درېو کلونو لپاره د قامي مخورو، علماؤ او قانون پوهانو پنځه کسیزه کمیټې ټاکي او په شخړه کې ښکېلې غاړې به هم ورسره د خپلې خوښې مشران د شاملولو حق لري.

خوعوامي نېشنل ګوند وايي چې دا دايف سي ار په څېر يو بل قانون راوړل شوی دی او دا يو نامکمله او غېر واضحه قانون دی.

د ګوند مرکزي وياند زاهد خان وايي د خېبر پښتونخوا د نورو برخو نه علاوه د قبائيلي ضلعو د پاره ځانله قانون ښايي چې د ځايي خلکو بشري حقونه پکې وتروړل شي.

د خېبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې هم د ډي ار سي په نوم کونسل د عدالت نه بهر د شخړو د هواري نظام د ډير وخت راهسې موجود دی۔

خو وکيل طارق افغان وايي چې ډي ار سي کې فريقېن چې په فېصله رضا نه شي نو عدالت ته اپيل کولی شي خو ای ډي ار کې فېصله باندې دناخوښۍ په صورت کې د اپيل حق نه دی ورکړل شوی۔

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ميډيا ته ويلي چې که څوک د ای ډې ار د نظام نه وي مطمین نه وي نو عدالت ته تللی شي۔

دخېبر پښتونخوا وزير اعلا محمود خان په نهمه مئ په ټويټر ليکلي وؤ چې دې نوي نظام سره به د ثالثينو په ذريعه د کم نه کم وخت کې شخړي هواريږي۔

د مومندو سره تعلق لرونکی يو ځايي مشر ملک جهانزیب مومند وايي په قبائېلي ضلعو کې زياتې شخړې د زمکو په سر کيږي، په اکثرو قبائیلي ضلعو کې د زمکو کوم سرکاري ريکارډ نه دی موجود او عدالتي فېصلې په دغه لړ کې ډير وخت غواړي او اکثر د کورنيو او قامونو تر مينځه پرې جنګونه جوړيږي۔

جهانزيب مومند وويل په دغه صورت کې يو د جرګې لاره پاتې کيږې او ثالثان یا منځګړي په انصاف فېصلې وکړي نو مسلې به زر او بغېر د جګړو هواريږي۔

پخوانۍ فاټا په ۲۰۱۸ کال کې پر خیبر پښتونخوا کې ورګډه شوه او د انګریزانو د زمانې پاتې اېف سي ار نظام ورسره هم ختم شو.

اوس چې د عدالتونو لمن قبایلي سیمو ته هم غځېدلې،عوامي نېشنل ګوند او وکيلان وايي چې هم ددغه ائيني نظام لاندې دې قبائېلي ضلعو کې فېصلې کېږي خو ځايي مشران وايي چې عدالتي پرېکړي وخت غواړي او د راپورته کيدونکو شخړو له امله اکثر مرګ ژوبلې خلکو ته اوړي کومې چې د جرګو د لارې زر هوارېدی شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG