لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لطيف افريدي د علي وزير په اړه سيند هايکورټ ته خط ليکلی


د پاکستان د سپريم کورټ د وکيلانو د اتحاديې مشر لطيف افريدي د سيند هايکورټ چیف جسټس ته خط ليکلی چې د قومي اسمبلۍ غړي علي وزير د ضمانت په خواست کومه فېصله محفوظ شوې هغې ته دې په سمدستي توګه کتنه وشي.

لطيف افريدي دغه خط په 24 مې د سيند هايکورټ چيف جسټس ته ليکلی دی، نوموړي په خط کې ويلي چې د علي وزير پرضد د کراچۍ په مرکزي زندان کې مقدمه روانه ده او سيند هايکورټ د هغه د ضمانت په خواست په پينځم مارچ فېصله هم محفوظ کړې ده.

د سپريم کورټ بار مشر په خط کې د سپريم کورټ د يوې مقدمې حواله ورکړې چې که يوه محفوظ کړی شوې فېصله په درېو مياشتو وانه ورول شوه د هغې به بيا د سره اورېدنه کيږي.

هغه د سيند هايکورټ مشر ته ویلي هغه (لطيف افريدی) يقين لري چې ستاسو په مشرۍ به په سمدستي ډول دغه قضيې ته کتنه وشي.

علي وزیر په هغه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بنديوان دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په شپږم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې جلسه کړې او بيا په اووم دسمبر پرې هم په سهراب ګوټ تاڼه کې مقدمه درج کړی شوې وه.

په دغه مقدمه کې په وېنا کوونکو چې پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير او د محسن داوړ په ګډون ګڼ کسان شامل کړی شوي وو په دوی تور لګول شوی وو چې د رياستي ادارو پرضد يې د سپکاوي او کرکې ډکې وېناګانې کړې وې.

په ياده مقدمه کې د علي وزير سره ټول 36 کسان نیول شوي چې پکې د علي وزير نه علاوه نور ټول په ضمانت خوشي دي.

علي وزير په 16 دسمبر په ياده مقدمه کې په پېښور کې پوليسو نيولی وو.

پي ټي اېم د علي وزیر د خوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهرې هم کړې او نن هم په خړ کمر کې جلسه کوي او د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي په دغه جلسه کې به هم د علي وزیر د خوشي کولو غوښتنه کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم ویلي ګوند يې د علي وزير د خوشي کولو دپاره د پي ټي اېم سره په ګډه تحریک چلولو ته تیار دی او پرون يې د ګوند غړو په واڼه کې احتجاجي لاريون هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG