لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس وایي کوټه کې یې دطالبانو څلور وسله وال وژلي


د تروريزم ضد اداره سي ټي ډي وايي دبلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې يې دپاکستاني طالبانو تحریک پسې مربوط څلور شکمن ترهګر وژلي دي

سي ټي ډي دعوه کړې چې دعملياتو په نتيجه کې يې لویې ترهګريز پلان شند کړی او وسله او بارود يې هم تر لاسه کړي

د تروریزم ضد ادارې کاونټر ټیریرزم ډيپارټمنټ له لوري د کوټې ځينو خبريالانو ته ليږل شوې خبرپاڼه کې دعوہ شوې چې لږترلږه څلور شکمن ترهګر يې د بلوچستان ایالت مرکز کوټې په غبرګ سیمه کې وژلي دي.

غبرګ د کوټي په جنوب لويديځ کې له پښين ضلعې سره پرته سيمه ده ۔

د وژل شوو جسدونه د کوټې سول روغتون ته وړل شوي دي اؤ ددغه روغتون د پوليسو سرجن ډاکټر عطاءالله وي هم او ای ډيوه ته پخلی کړی چې د پښين ضلعې د سي ټي ډي ځواک سرتيرو د وژل شوو تنو تنو جسدونه سول روغتون کوټې ته ور وړي.

"په ګوليو ويشتل شوي دي،دا د پښين ضلعې سي ټي ډي ځواک سرتيرو راوړي،په وژل شوو کې يو فضل الرحمان نوميږي په قوم مسعود دی د وزيرستان دی،بل رمضان نومېږي د پښين اوسېدونکی دی،دريم تن مطيع الله نوميږي د مستونګ اوسېدونکی دی،او بل روزه دين نومېږي د پښين اوسېدونکی دی"

د تروریزم پر ضد د مبارزې څانګې" سي ټي ډي" په خپل خبر کې دعوه کړې چې وژل شوي څلور واړه کسان د پاکستاني طالبانو له ډلې ټي ټي پي سره تعلق لري ۔

خبر زياتوي چې وژل شوو کسانو په کوټه کې د ترهګريز بريد پلان درلود کوم چې د امنيتي ادرو له لوري پر وخت د کارروایۍ کولو په سبب شنډ شو ۔

په خبر کې دا دعوه هم شوې چې وژل شوؤ شکمنو ترهګرو پر امنيتي ځواکونو بريدنو کې لاس درلودو ۔

سي ټي ډي وايي داستخباراتو پر اساس ترسره شوؤ عملیاتو کې دڅلورو تنو وژل کیدو ترڅنګ دوه تنه په تيښته کې بريالي شوي دي وايي د وژل شوو له عارضي استوګن ځای څخه يې وسلې او بارود هم تر لاسه کړي ،

د سي ټي ډي د عملياتو او دعوو په بابله په سمدستي توګه د ټي ټي پي يا کوم بل تنظيم له لوري د ترديد يا تصديق خبر مخې ته ندی راغلی ۔

د امنيتي ځواکونو له لوري دا عملیات په داسې وخت کې شوي چې په کوټه او د بلوچستان په نورو برخو کې په ترهګريزو پېښو کې زياتوالی راغلی دی ۔

د بلوچستان په چمن ښا رکې په تېرو څلورو ورځو کې د دو تنو مړي موندل شوي چې د نامعلومو وسلوالو له لوري په ګوليو ويشتل شوي وؤ،

تر دې وړاندې هم په چمن ښار کې پر يوويشتم مئ د جمعيت علما اسلام نظرياتي ګوند پر جلسه په بمي چاودنه کې ليږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او تر 22 ټپيان شوي وؤ۔

د چهار شنبې پر ورځ په خضدار سيمه کې د نامعلوم وسلوالو له خوا د مولوي عبدالحي سوردو په نامه تن وژل شوی،

بل لوري ته ليويز چارواکي وايي چې په هم نن ورځ د بلوچستان په بارکهان سيمه کې د سړک غاړې ته ښخ ريموټ کنټرول بم په چاودنه کې د ماړي ګېس کمپنۍ موټر په نخښه شوی خو کوم ځاني نقصان يې نه دی اړولی۔

حکومت دداسې پېښو تر شاد بلوچستان او پاکستان ددښمنو قوتونو لاس بولي ۔

خو په ايالت کې په تېرو څو مياشتو کې ترهګريزو بريدونو، هدفي وژنو او ناامنۍ پېښو په خلکو کې يو وار بيا د حالاتو خرابيدو ويره خپره کړې خو بل لوري ته حکومت دعوه کوي چې د بلوچستان د امنيت د خرابوونکو مخه په هر صورت نيسي ۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG