لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: ګډاني ته د ناکاره کېمېکلو سمندري بېړۍ راغلې، پلټنې يې روانې دي


د پاکستان د بلوچستان صوبې ګډاني ته د بهرڅخه د ماتولو دپاره يوه سمندري بېړۍ (سمندري جهاز) راغلی، په دغه بېړۍ تور دی چې ناکاره يا خطرناک کېمېکل دي پکې، ځکه چارواکي وايي د کېمېکلو د مالومولو دپاره يې پلټنې پېل کړي دي.

د بلوچستان صوبې د چاپيريال د محکمې مرستيال ډايريکټر عمران سعيدکاکړ وايي، د دفاع او چاپيريال د وزارت لخوا ورته خط راغلی چې ګډاني ته يوه بېړۍ د ماتېدو دپاره راغلې او په دغه بېړۍ تور دی چې په ډېر مقدار کې پکې (مرکري يا پاره) کېمېکل دي او نور هم ورسره ځينې کېمېکل شريک دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل دغه بېړۍ په 30م اپرېل راغلې خو د کرونا وبا له امله د ګډاني د سمندري جهازونو ماتولو اډه بنده وه کار پرې نه کېدو او اوس د مې په میاشت کې دوی ته دغه خبر راغلو چې په دې جهاز کې يو خاص قسم کېمېکل دي.

راپورونه وايي، د شپ برېکنګ پلېټ فارم نومې تنظيم ويلي دغه بېړۍ خطرناک مواد وړلي او د نړیوال قانون سرغړونه يې کړې ده.

ویل کيږي دا بېړۍ اول هند او بيا بنګله دېش ته تللې خو هلته نه ده ودرول شوې او بيا د پاکستان يوې شخصي کمپنۍ اخستې ده.

عمران کاکړ وايي دوی په دغه اړه د وړاندې نه مالومات نه لرل خو اوس چې خبر شوي دغه بېړه يې ودرولې پلاټ يې بند کړی او د بېړۍ نه د کېمېکلو نمونې يې اخستې او د کراچۍ ليبارټرۍ ته يې لېږلي خو تراوسه ورته ځواب نه دی ترلاسه شوی.

هغه وويل که په بېړۍ کې ناکاره کېمېکل مالوم شو او د قوانينو ترمخه د ټاکلي مقدار نه سېوا هم پکې څه مالوم شو او څوک يې زمه وار وو پرضد به يې قانوني چلند کولی شي.

په ګډاني کې زياتره د تېلو د ټېنکر په توګه کارېدونکي بېړۍ ماتول کيږي چې د بهر هېوادونو څخه راځي.

د ګډاني په اډه د چاپيريال په اړوند هم پوښتنې راپورته کيږي چې په دې اډه د جهازونو نه د راويستی کېدونکو ناکاره موادو يا کېمېکلو د سمبالولو دپاره هيڅ انتظام نشته کوم چې د چاپيريال دپاره ډېر خطرناک ګڼل کيږي.

عمران سعيد کاکړ وايي دعوه نه کوي چې د ګډاني د جهازونو ماتولو اډه يې سل په سله پاکه کړې او د چاپيريال سم خيال پکې ساتل شوی خو وايي د وړاندې په پرتله اوس ډېر خیال ساتل کيږي چې چاپيريال پاک وساتي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG