لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په 18 کاله کې دې واده لازمي شي، په سيند اسمبلۍ کې قانوني مسوده جمع کړی شوې


د پاکستان د سيند صوبې په اسمبلۍ کې د متحده مجلس عمل (اېم اېم ای) منتخب د جماعت اسلامي غړي د واده لازمي کولو دپاره يوه قانوني مسوده جمع کړې ده.

د جماعت اسلامي د اسمبلۍ غړي عبدالرشيد ویلي، د اسمبلۍ په سيکرټريټ کې د لازمي واده قانوني مسوده کال 2021 جمع کړې ده او ویلي يې دي هغه غواړي چې په اسمبلۍ کې په حکومتي او مخالفه بنچونو ناست ممبران يې د دغه قانوني مسودي ملاتړ وکړي.

هغه ویلي، د معاشرتي خرابۍ او هغه حالات لکه چې د جينکو سره د جنسي تيريو پېښې سېوا کېدل او غېر اخلاقي هلو ځلو د مخنيوي دپاره د اسلام د تعليماتو او شریعت ترمخه د 18 کالو عمر يا د بلوغت نه وروسته هلک او جينۍ ته د واده حق حاصل دی پکار ده چې د دوی ودونه وشي.

هغه ویلي د جينۍ دپاره د کور د سامان (جهېز) باندې بندېز پکار دی چې قانون ورله جوړ شي او په سادګۍ سره ودونه وشي مقابلې ختمې شي.

هغه زياته کړه چې د 18 کالو عمر وروسته د کوم جواز په صورت کې مور او پلار له پکار ده چې حلفيه بيان جمع کړي چې په دې موقع به د بچي واده کوي په بل صورت کې به چې معقوله وجه نه وي نو د هغه مور او پلار نه تپوس پکار دی او جرمانه پرې لګول پکار دي.

د سيند صوبې د وزيراعلی سلاکار مرتضی وهاب ويلي، د اېم اېم اې د صوبايي اسمبلۍ غړي عبدالرشید قانوني مسوده جمع کړې چې د 18 کالو نه د زیات عمر هلکانو او جينکو ودونه دې ضروري شي او که نه کيږي مور او پلار ته دې سزا ورکړی شي. د دې قانوني مسودې سره د سيند حکومت هیڅ کار نشته او د پيپلز ګوند غړي به يې ردوي.

په کراچۍ کې د بشري حقونو فعال سعید بلوچ وايي واده د هر چا د شخصي ژوند سره تړلې خبره ده لکه چې څنګه چې د يو چا مذهب په خپله خوښه وي، دغه رنګ واده هم د خوښې څيز دی نه چې په زوره ورکړی شي او نه څوک وتړل شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې پکار ده چې د ټولنې د ښه والي دپاره ښه تعليم ورکړی شي د روزګار موقعې ورته برابر کړی شي، او په الکانو او جینکو ښه تعليم ورکړی شي.

هغه وويل په ټولنه کې د خرابيانو لرې کولو دپاره قانون په عمل کې راوستل پکار دي چې قانون په عمل کې راوستی شي ولس ته پوره حقونه ورکړی شي نه چې د ځان د مشهورتيا دپاره څوک د ودونو په نوم خبره راپورته کړي، بايد د ټولنې د خېرښېګړې دپاره رغنده ګامونه پورته کړی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG