لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په نوي‌ تعلیمي‌ نصاب کې مذهبي‌ زدکړې زیاتوي


اسلام اباد ـــ ټاکل شوې ده د پاکستان مرکزي حکومت به په ټول هېواد کې د راتلونکي اګست نه په وړاندیز شوي يو شان تعليمي نصاب کې مذهبي زدکړې زیاتې کړي، خو مذهبي اقلیتونو یې مخالفت کړی او د تعلیم پوهانو وایي دا کار به په زده کوونکو کې تنقیدي سوچ ختم کړي.

دا اعلان د تعلیم او هنر وفاقي او د پارليماني چارو سکرترې وجيه اکرم روانه میاشت د قامي اسمبلۍ په غونډه کې کړی وو.

د وجيه اکرم د وینا له مخې دا نوی نصاب به په لومړي پړاو کې د اول او پينځم تولګي طالب علمانو ته ښودل کیږي او په دویم پړاو کې به دا د شپږم او اووم جماعت زده کوونکو دپاره معرفي کړی شي او بیا وروسته په 2024م کال کې به ددې لړۍ د نهم او دوولسم ټولګي طالب علمانو ته غزول کېږي.

مرکزي حکومت دریځ لري چې ددې نوي نصاب مرام د هرې طبقې خلکو ته د تعلیم يو شان موقعې برابرول دي او طالب علمانو ته عصري زدکړې ور ښودل دي.

راپورونه وايي دا نصاب به په سرکاري او شخصي سکولونه کې يو شان نافذ کېږي. ویل کېږي ددې نوي نصاب له مخې به د طالبعلم لپاره قرآن او د هغې ترجمه هم زده کول وي.

تعلیمي پوهان په دې نوي نصاب نیوکې کوي او وايي دا به په طالبعلم کې تنقیدي سوچ ختم کړي.

د حکومت د نوې تعليمي تګلارې لاندې به د سکولونو دپاره هم لازم وي چې د ديني تعلیم لپاره د حافظ قرآن خدمات ترلاسه کړي.

په پاکستان کې د فزکس ماهر او استاد پروېز هودبای وايي ددې نوي نصاب د لارې به طالب علم ته د قرآن تعلیم او د هغې ترجمه زده کول وي او ددې نه علاوه به ورته اسلاميات هم د يو مضمون په توګه ښودل کیږي.

له وي او اې ډيوه سره خپله څېړنه کې نوموړی وايي دا نصاب به د هېواد په تعلیمي نظام لا نور ژور اثرات ولري:

"ددې يو اثر به دا وي چې مونږ به د عصري تعلیم نه نور هم لرې شو د کوم له کبله چې دا دنیا چلېږي او پاکستانيانو ته چې په بهر هېوادونو کې کوم ملازمتونه ملاوېږي د هنرمن تعلیميافته لېبر د کمښت له امله به هغې کې د پاکستان برخه نوره هم کمه شي".

ددې نوي تعليمي نصاب او حکومتي تګلارې بل مقصد د سکولونو نه بهر 22.8 ميلينه ماشومان سکولونو ته راوستل هم دي.

د پاکستان د وزير اعظم عمران خان سياسي ګوند په 2018م کال کې د هېواد دننه د نوي تعليمي نصاب معرفي کولو ژمنه کړې وه او دا تمه کېده چې حکومت دې سره د ساینس، آرټس او ادب سره سم په نورو علمونو کې يو څه ښه والی راولي خو د منصوبې د ښکاره کېدو سره ښکاره شوه چې په نوي نصاب کې د اسلام ديني مضمونونو ته زياته پاملرنه شوې ده.

په پاکستان کې نه يواځې ازاد تعليمي ماهرين په دغه نوي نصاب اندېښنې لري بلکې په تېره موده کې د پاکستان سپريم کورټ هم د حکومت په نوي او يو شان تعليمي نصاب خپل تحفظات څرګند کړي وو او ویلي یې وو باید چې حکومت د هېواد د ځوان کول د مستقبل سره لوبې ونه کړي.

د پاکستان د مذهبي اقليتونو مبارزين هم په دې نوي نصاب اندېښنې ښیي. د پاکستان ماینارټي ټيچرز اېسوسي اېشن چېرمېن انجم جېمز وايي مونږ غواړو چې د پېغمبر اسلام په شان د عيسایانو د پېغمبر د سيرت په هکله هم په سکولونو کې د عيسوي طالبعلمانو لپاره سبق معرفي کړی شي چې داسې هغوى هم د خپل پېغمبر له تعليماتو خبر شي.

هغه وي او اې ډيوه ته وایي د پرايمري سکول په کتاب کې د حمد سبق دی. د هغې سره د علامت په توګه د جماعت نخښه لګېدلې ده او دا نخښه څرګندوي چې الله يواځې د مسلمانانو رب دی. که دغه نخښه لرې کړی شي نو بیا پکې د بل مذهب لرونکو سره د تعصب ځای نه پاتې کېږي.

خو د واکمن تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی محمد بشير خان ډيوه ته وايي پاکستان په بنيادي توګه ټول مسلمان هېواد دی او دلته فقط د ټولې ابادۍ يو فيصدي اقليتونه اوسېږي.

هغه وايي د پاکستان د مسلمانانو دپاره ديني تعلیمات زده کول لازم دي چې داسې هغوى د اسلام نه خبر شي او مسلمانان په نړۍ کې خپل بایللی مقام بیا ترلاسه کړي.

مطبوعات وايي د هېواد د تعليمي نصاب اسلام ته د لا نور نیزدې کولو دا هڅې يواځې د سکولونو پورې محدود نه دي پاتې او د پنجاب صوبايي حکومت د پوهنتون د طالبعلمانو لپاره هم د قران زده کول اړين ګڼلي دي.

صوبايي حکومت وايي د پوهنتون څخه فارغېدونکي طالب علم ته تر هغې سند نه ورکړی کېږي تر څو چې هغه د قران لازمي زدکړې نه وي مکمل کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG