لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د حکومت لخوا د مطبوعاتو دپاره جوړېدونکی قانون، د ميډيا مارشل لا؟


په پاکستان کې د جرنلسټانو، بشري حقونو او وکيلانو تنظيمونو د ميډيا ډوېلپمنټ اتهارټي په نوم د تحریک انصاف د حکومت هغه مجوزه ارډيننس رد کړی کوم چې حکومت په ټول ملک کې نافذ کول غواړي.

يادو تنظيمونو ویلي، د دغه مجوزه ارډيننسس هدف د کال 2002 د پرېس کونسل په ګډون په هېواد کې د ميډیا اړونده ټول وسني قوانین ختمول دي.

په ياد ارډننسس کې دا وړانديز هم شوی چې د 22 ګرېډ افسر به د مجوزه پاکستان ميډيا ډوېلپمنټ اتهارټي مشري کوي او دا اتهارټي به اختیار لري چې د قوانینو په سرغړونه کولو به تر پينځه کروړه روپو پورې جرمانه لګوي.

د صحافيانو تنظیم پي اېف يو جې، اېچ ار سي پى او د وکيلانو تنظیم پاکستان بار کونسل دغه مجوزه قانون ظالمانه قانون بللی او ویلي يې دي دا به په ايين کې د ورکړی شوې د اظهار په ازادۍ او مالوماتو ته د رسايۍ په حق تباه کوونکې اغېزې ولري.

يادو تنظيمونو په يو ګډ بيان کې ویلي دا قانون د هغه مخالف ذهنيت څرګندونه کوي څوک چې د اظهار رايې د ازادۍ او مالوماتو ته د رسایۍ د حق سره د دښمنۍ تصور لري.

ياد تنظیمونه وايي دا قانون به په ملک کې د ميډيا د تباهۍ سبب وګرځي.

د تحريک انصاف د حکومت لخوا د میډيا د انتظام دپاره دا ارډيننس په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې حکومت د بشري حقونو وزارت په وروستيو کې د جرنلسټانو د تحفظ دپاره يوه قانوني مسوده قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړې ده.

په پاکستان کې د جرنلسټانو د غټ تنظيم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټ عمومي سېکتر ناصر زېدي وايي، د ياده مجوذه ارډيننس مقصد د هېواد ميډيا قېد کول دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په دې مجوزه ارډيننس کې وړانديز شوی چې پرنټ يا اخباري رسنۍ به هر پينځه يا لس کاله پس نوې اجازت نامه اخلي او ټولو مطبوعاتي ادارو ته به هرکال د حکومت نه د اعتراض نه لرلو سند ترلاسه کول وي.

هغه وويل داسې عدالتونه به جوړول کيږي چې حکومت به پکې د خپلې خوښې ججانو کښېنوي او دا عدالتونه به لکه د نېب د عدالتونو په شان وي.

د پاکستان حکومت د ياد ارډيننس په اړه کوم تفصيل نه دی ويلی او نه يې کوم سپيناوی کړی دی خو د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري (بي بي سي) سره په خبرو کې دغه خبره رد کړې ده چې په پاکستان کې ميډیا د بندېزونو سره مخ ده.

هغه ویلي په پاکستان کې د ټولنيزو رسنیو دپاره قوانين نه دي نافذ کړی شوي.

قانون پوهه افتاب عالم چې د اسلام اباد هايکورټ وکيل دی وايي، که دا مجوزه قانون جوړ شو نو دا به په پاکستان کې د اظهار په ازادۍ تر ټولو غټ قدغن وي.

هغه وويل دا به د ميډیا مارشلا وي او د دې سره به د تحریر او تقرير ازادي ختمه شي او سوشل ميډيا به قابو شي.

رپورټرز وداوټ بارډز، اراېس اېف، د خبریالانو د تحفظ دپاره په نړیواله کچه کار کوي وايي د وزیراعظم عمران خان په اقتدار کې د راتګ وروسته په پاکستاني مطبوعاتو د پوځي اسټېبلېشمنټ اثر زیات شوی دی.

خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان د وړاندې نه په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه ویلي، چې په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري او پوځ په مطبوعاتو د فشار اچولو خبره ردوي.

په نړیواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ په لحاظ پاکستان د ار اېس اېف د 180 ملکونو په فهرست په 145 درجه ولاړ دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG