لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: ايي اېس ايي په جرنلسټ اسدعلي طور باندې په بريد کې لاس لرل رد کړي


د پاکستان استخباراتي ادارې انټر سروسز انټيليجنس (ايي اېس ايي) ويلي، په اسلام اباد کې په جرنلسټ او يوټيوبر اسدعلي طور باندې په بريد او تشدد کې يې لاس نه لرلو.

په 25 مې په پلازمينه اسلام اباد کې د جرنلسټ او يوټيوبر اسدعلي طور په کور درې تنه ورغلي د لاسو، پښو يې تړلی او تشدد يې پرې کړی دی.

اسد طور په مقدمه کې تور لګولی چې په کور يې ورغلو کسانو ورته ويلي چې تعلق يې د ايي اېس ايي سره دی، دغو کسانو پرې تشدد کړی، بدې ردې يې ورته ویلي او د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي)، پوځ او ملک په حق کې او د اسرايل او افغانستان پرضد د نعرو وهلو يې هم ورته ويلي وو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت پرون په 29 مې ناوخته په بيان کې ویلي، ايي اېس ايي په اسد طور بريد نه دی کړی.

په اسدعلي طور باندې د شوي بريد وروسته د پلازمينې اسلام اباد په ګډون د ملک په بېلابيلو برخو کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

وزارت په بيان کې ویلي په ايي اېس ايي په دوامداره توګه دغه ډول تورونه لګول او په نخښه کول د (ففتهـ جنرېشن وار يا د پينځم نسل جنګ) لاندې يو منظم سازش دی.

ايي اېس ايي ویلي، د پلټنو په لړ کې به مرستې کوي.

د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي د پېښې خبر يې اخستی دی او د اسلام اباد پوليسو ته يې د پېښې د پلټنو کولو لارښوونه کړې ده.

په اسلام اباد کې د اپرېل په مياشت کې په جرنلسټ او د پېمرا پخواني مشرابصار عالم باندې هم نامالومه کسانو ډزې کړې وې.

د خبریالانو د تحفظ دپاره په نړیواله کچه کار کوونکې اداره رپورټرز وداوټ بارډز، ار اېس اېف وايي د وزیراعظم عمران خان په اقتدار کې د راتګ وروسته په پاکستاني مطبوعاتو د پوځي اسټېبلېشمنټ اثر زیات شوی دی.

خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان د وړاندې نه په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه ویلي، چې په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري او پوځ په مطبوعاتو د فشار اچولو خبره ردوي.

په نړیواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ په لحاظ پاکستان د ار اېس اېف د 180 ملکونو په فهرست په 145 درجه ولاړ دی.

په پاکستان کې د میډيا د څارغېر دولتي ادارې فريډم نېټ ورک د پاکستان دننه د میډيا د ازادۍ په صورتحال په وروستيو کې په خپل رپورټ کې ويلي چې په هېواد کې د میډیا او صحافيانو د ویرولو په پېښو کې په حیرانونکې توګه اضافه ليدل شوې ده.

فريډم نېټ ورک ويلي چې د هېواد د صحافيانو دپاره اوس د بلوچستان او پخوانیو قبایلي سیمو په پرتله پايه تخت اسلام اباد تر ټولو خطرناک ځای ګرځېدلی دی چرته چې د صحافيانو پرضد د بریدونو او نورو سرغړونو 34 فيصدى پېښې مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG