دپاکستان دبهرنیو چارو د دفتر ویاند زاهد حفیظ شیخ وایي نه خو په پاکستان کې دامریکا کومه پوځي اډه شته اؤ نه دواړو هیوادونو دپوځي اډو دجوړښت په اړوند کوم نوی تړون کړی دی.
د زیارت په ورځ رسنیو ته د احوال ورکولو په مهال د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي پاکستان د وړاندې نه په ډاګه کړې چې دلته د امریکا هیڅ پوځي یا هوایي اډه نشته اؤ نه داسې کوم پلان لري چې پخپله خاوره امریکا ته اډې ورکړي.
دامريکا د سنټرل کمانډمشر جنرل کينېت مکينزي تېره میاشت د امريکا سينیټ ته په خپل بريفينګ کې ويلي وؤ امريکايي ځواکونه د افغانستان نه اوځي خو یو تعداد ځواک به په سيمه کې ځای په ځای کوي.
ميډيا د ځيني دعوو تر مخه امريکا په ازبکستان، تاجکستان او ممکن په پاکستان کې پوځي اډې جوړې کړي خو د امريکا د حکومت لخوا په دې اړه کومه غوڅه پرېکړه لا مخې ته نه ده راغلې.
دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند نه چې د زیارت په ورځ پاکستان کې دهوایي اؤ پوځي اډو په بابله پوښتنه وشوه نو هغه وویل” پاکستان امریکا سره داسې هیڅ نوی تړون نه دی کړی”
هغه وویل امریکا سره چې پاکستان کال ۲۰۰۱ کې دمرستې کوم تړون کړی ؤ اوس هم ورسره دهغې له مخې په ګډه کار کوي .
ویاند زیاته کړه “مونږ غواړو چې افغانستان کې دامن وضعه ښه شي،غواړو چې کله دغه هیواده بهرني ځواکونه اوځی نو چې د امنیت تشه رامنځته نه شي”
هغه وویل پاکستان دا ګڼي چې دافغان شخړې یوازینی هواری دسیاسي لارې ممکن دی اؤ دنظامي یا پوځي لارې داسې ستونزه کله هم نه شي هواریدی.
تیره اوونۍ د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد جوړ د مخالفه ګوندونو ایتلاف (پي ډي اېم) غوښتنه کړې وه چې د افغانستان او سيمې په حالاتو دې د پارلیمان ګډه غونډه راوبلل شي ترڅو پارلیمان په ټولو حالاتو په اعتماد کې واخستل شي.
د ایتلاف مشر مولانا فضل الرحمان دغه ایتلاف کې دشاملو نورو ګوندونو دمشرانو سره یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي وؤ "د سيمې حالات اندېښمن کيږي، پي ډي اېم غوښتنه کوي چې د افغانستان او سیمې په حالاتو دې د پارلیمان ګډه غونډه راوبلل شي، که دفاعي حالات دي او بهرنۍ پاليسي ده په ان کېمره غونډه کې دې اړونده ادارې اېوان په رښتياو خبر کړي"
هغه ویلي وؤ "په افغانستان کې د دوحې تړون او د هغې وروسته شوی پرمختګ، د نوې امریکايي انتظاميې لومړيتوبونه او په تړون کېدونکي ممکنه اغېزې، او دا اوازې چې پاکستان به امریکا ته اډې ورکوي د دې نه به په پاکستان سټراټيجيکی او سیاسي اثرات کيږي، او د افغانستان د مزاحمتي قوت د غبرګون نه پاکستان د کومو مشکلاتو سره مخ کېدی شي؟ ".
مولانا زياته کړې وه "دا هغه څه دي چې د پاکستان دپاره حساسه دي، په دې خبرو دې پارلیمان په اعتماد کې واخستل شي"
خو دبهرنیو چارو ددفتر ویاند تر دې وړاندې هم واضحه کړې وه چې د 2001 راهسې د پاکستان او امریکا تر منځ د هوایي مواصلاتو او ځمکني لاینز آف کمیونیکېشنز دپاره د مرستې یو فریم ورک جوړ دی او په دې لړ کې څه نوې لوظنامه نه ده شوې.