د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين تیره شپه ناوخته (درې نيمې بجې) په کوهاټ کې سره د درېو نورو ملګرو نيول شوی ؤ خو د پي ټي اېم مشران وایي پولیسو منظور پشتین اؤ دهغه ملګري له زندانه خوشې کړی دي.
تر دې وړاندې د پي ټي اېم د بنو مشر صمد خان ډیوه ته ویلي وؤ، منظور پشتين، ادريس پشتين، بلال پشتين او زوهېب پشتين تيره شپه د اسلام اباد څخه د بنو جاني خېلو احتجاجي پرلت ته په لار وو چې د شپې په درې نيمې بجې د کوهاټ ګمبټ پوليسو دوی ودرولي او نیولي يې دي.
دمنظور پشتین سره یو ځائ نیول شوي دپي ټي ایم فعال زوهېب پشتین وي او ای ډیوه سره خبرو کې دمنظور پشتین اؤ خپلو نورو ملګرو د خوشې کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي پولیسو هغوئ دکوهاټ په پولیس لاین کې بند کړي وؤ.
هغه وویل دزیارت اؤ جمعې په منځ شپه کې درې نیمې بجې دوئ داسلام اباد نه ګاډي کې روان وؤ چې کوهاټ کې پولیسو ونیول.
زوهېب پشیتن وویل دنیول کیدو په مهال ورته د کوهاټ پولیسو یوازې دومره ویلي وؤ چې بنو اؤ کوهاټ ته دهغوئ په ننوتلو بندیز دی اؤ نور یې نه وؤ پوهه کړي چې دهغوئ جرم څه دی؟
وي او اې ډيوه دمنظور پشیتن دنیونې په اړه د کوهاټ د پوليس سره څو ځله د رابطې هڅه کړې وه خو پوليس مشر (ډي پي او سهېل خالد) دومره ځواب کړی ؤ چې هغه په يوه غونډه کې ناست دی او مرستیال کمشنر عبدالرحمان ويلي وؤ هغه په دغه پېښه مالومات نه لري.
خو د کوهاټ پوليس يوې سرچينې تاييد کړې وه چې منظور پشتين او ملګري يې تيره شپه نيول شوي او وې يې ويل چې دغه کسان په کومه مقدمه کې مطلوب نه دي او نه دوئ د پوليس په ولقه کې دي.
د پي ټي اېم د بنو مشر صمد خان دجمعې په ماسپښین وي او ای ډيوه ته وویل پولیسو منظور پشتین له زندانه خوشې کړی اؤ اوس دخپلو نورو ملګرو سره دسفر په حالت کې دی.
هغه وويل د اندېښنې خبره دا ده چې دوئ د شپې نيول شوي او که په دوی کوم تور وو پکار ده چې سهار عدالت ته وړاندې کړی شوی وؤ خو دوی تراوسه داسې ساتل شوي وؤ او دا د اييني حقونو سرغړونه ده.
هغه زياته کړه د پي ټي اېم د کور کمېټۍ غونډه روانه ده او په هغې کې به د راتلونکې دپاره خپله تګلاره اعلان کړي.
صمد خان وويل رياست د دغه لارې دوئ د خپلې پرامنه مبارزې څخه نه شي په شا کولی دوی به خپله اييني او جمهوري مبارزه جاري ساتي.
هغه زياته کړه منظور پشتين په بنو جاني خېلو کې روان احتجاجي پرلت، د شمالي وزيرستان همزوني احتجاجي ناستې او د جنوبي وزيرستان په مکين کې د درې ماشومانو په ماين چاودنه کې د وژنې وروسته احتجاجي مظاهرې ته ګډون له روان وو.
د سيمې نه يوې امنیتي سرچينې وي او اې ډيو ته وويل منظور پشتين محفوظ دی او زر به خوشی شي.
هغه وويل د جاني خېلو په پېښه کې چې قومي مشر نصيب خان وژل شوی وو په دغه پېښه کې ککړو کسانو ته نزدې شوي دي خو په پېښه کې خنډ دا دی چې د نصيب خان کورنۍ په دغو کسانو دعوه نه کوي، پوليس به ډېر زر په دغه اړه خبرپاڼه هم خپره کړي.
خو د جاني خېلو قومي مشران وايي په دغه علاقه کې په 2009 کې عمليات شوي دي او حکومت د دې علاقې د پاکولو دعوې کوي او بيا دا علاقې په صوبه کې شامل کړی شوي خو دغلته د بدامنۍ پېښې نه دي ودرېدلي.
دوی وايي په علاقه کې يواځې د امنيت غوښتنه کوي او زیاته کړې يې ده تر څو چې منظور پشتين نه وي خوشی کړی شوی احتجاجي پرلت به روان وي.
د همزوني د پرلت په اړه امنيتي چارواکي وويل کوم کسان چې نيول شوي د هغو نه تفتيش روان دی.
په همزوني کې نزدې دوه اوونۍ وړاندې د اېف ـ سي ځواک د ګشتي پارټۍ سره يو ماين ترلاسه شوی او د هغې وروسته نزدې لس کسان نیول شوي چې درې پکې بيا خوشي کړی شوي هم دي.
په همزوني کې د دغو کسانو د نيولو پرضد احتجاجي ناسته پېل کړی شوې وه.
بل لور ته د جنوبي وزيرستان په مکين کې چې په لومړي جون ماين چاودنه شوې او درې ماشومان پکې وژل شوي وو د دغه پېښې وروسته هم په علاقه کې د پوځ د مرکزي دفتر مخې ته احتجاجي پرلت پېل کړی شوی وو، امنيتي سرچينې وي او اې ډيوه ته وويل دغه پرلت د خبرو وروسته نن ختم شو.
د سرچينې په وېنا د احتجاج کوونکو سره انتظاميې په ليکلې بڼه ژمنې کړي چې وژل شوي تن ته به اووه لکه، او ټپي ته به څلور لکه روپۍ ورکړل کيږي، په علاقه کې به د څار دپاره ډرون نه کارول کیږي، او د ابادۍ څخه به چيک پوستې لرې کړی شي او د ماينونو پاکولو دپاره به ټيمونه جوړ کړی شي.
د شوو ژمنو په پاڼه چې علاقايي مشرانو او د جنوبي وزيرستان مرستيال کمشنر او پوليس مشر لاسليکونه کړي پکې ويل شوي د علاقې مشران به د بارودو په موجودګۍ پوځ او انتظاميه خبروي او ماشومانو ته به پوهاوی ورکوي.