لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:پي ډي ایم غواړي چې پوځ باید دحکومت تخته نسکوره کړي


دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان داپوزیشن ګوندونو په ایتلاف پي‌ ډي ایم نیوکې کړي چې ځانته دجمهوریت پلویان وایي خو پوځ ته وایي چې باید دجمهوري حکومت تخته نسکوره کړي.

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دسړک جوړونې په اړوند راجوړې دستورې ته خپله وینا کې عمران خان ویلي دهغه حکومت په غبن کې دککړو سیاستمدارانو نه دغلا پیسې بودؤل غواړي اؤ روغه جوړه ورسره نه کوي ځکه دغه سیاستمداران دپوځ نه دحکومت غورځولو غوښتنې کوي.

هغه وایي کله چې واکمنۍ ته ورسیدو نو دحکومت په وړومبۍ هفته کې یې چغې جوړې کړل شوې چې” چرته دی نوی پاکستان ؟ اؤ حکومت ناکام شو”

عمران خان د نوي پاکستان اؤ دبدلون په نوم له خلکو ووټونه اخستي وؤ خو دهغه دحکومت مخالفین تور لګوي چې دپوځ په مرسته اقتدار ته رسول شوی دعمران خان حکومت هیواد ته دپېښو کشالو دهواري توان نه لري .

هرڅو که تر اوسه اپوزیشن ګوندونو په ښکاره دپوځ نه دحکومت غورځولو غوښتنه نه ده کړې خو دعمران خان نه وخت په وخت د استعفا غوښتنې کوي.

وزیراعظم دستورې ته وویل دوه نیم کاله دهغه حکومت ډیر په صبر تیر کړل ،اپوزیشن پرې بیځایه نیوکې وکړې اؤ په میډیا هم ولس ته داسې تاثر ورکړل شو چې ګنې دلته بټنه ووهه اؤ هلته به نوی پاکستان جوړ شي.

هغه وویل دکرپټ نظام دبدلون دپاره مبارزې ته اړتیا وه ځکه چې دې نظام ډیرې ژورې ځېلې کړې دي اؤ نن په هر ځائ کې مافیا ناسته ده چې دهغه دحکومت ناکامولو هڅې کوي.

هغه تور پورې کړو چې مخالفین یې په غبن کې ککړ دي اؤ دهیواد نه بهر په اربونو ډالر لري ځکه نو هغوئ غواړي چې دخپلو غلاګانو پټولو دپاره دده دحکومت تښته نسکوره کړي.

په پاکستان کې حکومت مخالف ګوندونه تور لګوي چې وزیراعظم عمران خان دحکومت چلولو په بند نه پوهیږي اؤ په واک کې له راتلو وروسته یې ټول کار داحتساب دملي ادارې نیب دلارې دخپلو سیاسي مخالفینو ځورؤلو اؤ په پخوانیو واکمنانو تورونو لګولو ته ویلی دی.

خو عمران خان وایي داحتساب ملي اداره کې په اپوزیشن مشرانو مقدمې دهغه دحکومت نه وړاندې جوړې شوې دي .

هغه وویل اوس هیواد له بدو ورځو په راوتلو دی اؤ ډير زر به په ولس د اقتصادي پرمختیا زیري وکړي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG