لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي دحمدالله محب په غیرمسولانه څرګندؤنو ورته درد رسیږي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي دپاکستان مقاصد ډیر ډاګیز دي چې سیمه کې امن اؤ ثبات غواړي خو بیا چې دافغانستان دملي امنیت شورا دسلاکار حمدالله محب غیرمسولانه بیانونه اوري نو درد پرې ورته رسیږي.

دجمعې په ورځ پاکستاني رسنیو د شاه محمود قریشي له خولې ویلي چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ،۴۴ فیصدي امریکایي اؤ ایتلافي ځواکونه دافغانستان څخه وتلي اؤ دټولو پوځیانو د ویستلو دپاره د۱۱ستمبر نیټه ټاکل شوې ده.

هغه ویلي په داسې حال کې چې افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ دوامداره ده افغانستان یو نازک پړاؤ ته ننوتلی دی.

هغه ویلي دتیرې ورځې درې اړخیزه غونډه کې یې دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر ته دپاکستان دسفر بلنه ورکړې ترڅو دلته ورسره د دافغان امن عمل،دوحه کې د روانو خبرو اؤ دافغانستان د راتلونکي په اړه نورې خبرې اترې هم وکړل شي.

هغه زیاته کړې یو لوري ته پاکستان دافغان سولې اؤ امن په عمل کې بې کچه رغنده رول لوبوي اؤ بل لوري ته دافغانستان دملي امنیت دشورا د مشاور بې مسولیته څرګندونې کوي چې په دې پاکستان ته ډیر زیات درد رسیږي.

مطبوعات وایي پاکستان په دې وروستیو کې دافغانستان دملي امنیت شورا دسلاکار حمدالله محب سره خپلې سفارتي اؤ رسمي اړېکې غوڅې کړي اؤ په هغه یې تور لګولی چې دپاکستان په ضد له سپکاوي ډکې خبرې کوي.

خو حمدالله محب په دې وروستیو کې ویلي وؤ پاکستان هغه سره له اړېکو شلولو پځائ باید د تروریستي ډلو اؤ اورپکو سره خپلې اړېکې وشلوي.

حمدالله محب څه موده وړاندې په ننګرهار کې د خپلو څرګندونو پر مهال پاکستان په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې تر شا بللی ؤ او د دغه هیواد پر سیاستونو او دوه مخي چلند یې سختې نیوکې کړي وې او پاکستان یې یو ځل بیا د طالبانو سره په همکارۍ تورن کړی ؤ.

څو کاله مخکې د امریکا حکومت هم د حمدالله محب سره د لیدنو او کتنو لړۍ هغه مهال درولي وه چې ښاغلي محب ویلي ؤ، د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې خبرو په پیل کولو کې افغان حکومت کمزوری کړی دی.

که څه هم افغان حکومتي چارواکي د طالبانو لخوا د وروستیو تاوتریخوالي تر شا د پاکستان ملاتړ ویني خو پاکستان بیا د افغان حکومت هغه تورونه په بار بار رد کړي چې ګواکي پاکستان د طالبانو ملاتړی دی.

د زلمي خلیلزاد په شمول امریکايي چارواکي، طالبان د مذاکراتو مېز ته په راوستلو کې د پاکستان د رول ستاینه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG