لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:طالبانو چې څه په خبرو ترلاسه نکړل چمتو دي چې په طاقت یې ترلاسه کړي


دملګرو ملتونو دغړو هیوادونو داستخباراتو په یوه نوې تجزیه کې ویل شوي طالبان چمتو دي چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هغه هرڅه دطاقت دلارې ترلاسه کړي چې دخبرو په میز یې ترلاسه نکړی شول.

دبندیزونو د ارزؤنې دپاره دملګرو ملتونو دڅارنې ډلې د زیارت په ورځ خپل یو رپورټ کې خبرداری ورکړی چې طالبان که هرڅو تیرکال امریکا سره دشوي تړون په تیکنیکي توګه خیال ساتي خو هغوئ په اختیاراتو خپلې پنجې ښخې کړې دي.

د رپورټ له مخې طالبانو دهیواد دنیمایي نه زیات انتظامي مرکزونه نیغ په نیغه پخپل واک کې ساتلي اؤ دښاري سیمو نه بهر اویه فیصدي سیمې دهغوئ په واک کې دي.

دملګرو ملتونو د رپورټ له مخې “دطالبانو نعرې اؤ د ګرمۍ دموسم دپاره دجګړې دتیاریو رپورټونه ښایي چې دوئ کال ۲۰۰۱م کې خپل نظامي عملیات پراخوي خوا که هغوئ دبریدونو اعلان وکړي اؤ که وئ نه کړي”

استخباراتي رپورټونو کې دا هم ویل شوي چې دطالبانو کمانډرانو د مهمو ښارونو ترڅنګ دخپلو وسله والو شمیره زیاته کړې ده اؤ هغوئ راتلونکي کې هغه مهال بریدونو ته چمتو دي چې کله به بهرني ځواکونه دهغوئ بریدونو ته دکوټلي ځواب ورکولو توان نه لري.

دملګرو ملتونو رپورټ کې زیاته کړل شوې چې په دې اړوند کم ثبوتونه شته چې ترې په ډاګه کیږي چې ګنې طالبانو القاعده سره دخپلو اړېکو غوڅولو دپاره کوم زړه پورې ګامونه اخستي دي .

رپورټ وایي ددې په پرتله پټ معلومات دا ښایي چې دطالبانو اؤ القاعده اړېکې ،دشخصي راشه،درشه، دیو بل سره د ودونو اؤ دګډ مزاحمت له امله نورې هم پیاوړې شوي اؤ اوس دا اړېکې دویم نسل ته منتقل شوې دي.

د رپورټ له مخې دالقاعده غړي طالبانو لرې پرتو سیمو ته لیږلې دي ترڅو هغوئ خلکو سره دمخ کیدو اؤ په نخښه کیدو څخه خوندي وساتل شي.

رپورټ کې ویل شوي چې دالقاعده شاوخوا پینځه سوه غړي دمرکزي ګروپ اؤ القاعده انډين سب کانټینینټ سره تړاؤ لري دافغانستان په پینځلسو ولایتونو کې ځائ پرځائ دي.

خو طالبانو بیا د ملګرو ملتونو دا رپورټ رد کړی اؤ دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل یو بیان کې ویلي چې له بده مرغه دا رپورټ د دښمنو شبکو داطلاعاتو په اساس جوړ کړل شوی دی.

د وي او ای د رپورټ له مخې طالب ویاند ویلي داسې یو اړخیز رپورټونه دملګرو ملتونو دامنیت شورا په بې پلوه حیثیت پوښتنې راولاړوي اؤ نړیوال وقار ته یې زیان رسوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG