لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې ډېر خلک معياري خوراک ته لاس رسی نه لري، څيړونکي وايي


د جون اوومه نېټه چې هر کال د خوارک د تحفظ نړيواله ورځ نمانځل کيږي څېړونکي وایي په پاکستان کې د زیاتې غریبۍ له امله زیاتره وګړي نه شي کولی چې د خوراک معیاري توکي ترلاسه کړي.

پاکستان چې د وړاندې نه پکې د معیاري خوراک دکموت یا هم دغه خوراک ته د ولس د نه لاس رسي رپورټونه مخې ته راتلل،د هیواد د شماریاتو اداره وایي اوس دکرونا وایرس له امله لس فیصدي کسان د خوراک د کمي سره مخ شوي دي.

د اقتصادیاتو ماهر ډاکټر قیصر بنګالي وایي په پاکستان کې د خوراک دومره کمی نشته خواصل ستونزه په خلکو کې د خریدارۍ د توان نشتوالی دی.

وي او ای ډيوه ته هغه ویلي دلته زیاتره وګړي داسې دي چې خوراک ته لاس رسی نه لري اوکه چرې لاس رسی ورته لري هم نو بیا د ښه او معیاري خوراک داخستو توان نه لري.

سږکال ملګرو ملتونو د دې ورځې نمانځلو لپاره "د خوراک تحفظ د هر چا روزګار" نعره خوښه کړی شوې چې پکې د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو، نجي شعبې، مدني ټولنې او د ملګرو ملتونو په ادارو ټینګار شوی چې په عملي توګه په دې کې برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو ترمخه هر کال شاوخوا 600 ملينه خلک د خوراک له وجې د بېلا بېلا ناروغو ښکار کېږي ځکه چې دغه خوراک سم نه وي.

ددې ترڅنګ شا وخوا څلور لکه 20 زره خلک د ناسم خوراک له امله مړه کيږي چې پکې څلوېښت فيصده د پينځوؤ کالو نه د کم عمر ماشومان وي او دا شمېره شاوخوا يو لک پينځويشت زره ده.

په کال 2019م کې په پاکستان کې د خوراک په بابله د ترسره شوې یوې نظر پوښتنې له مخې په پاکستان کې 37 فیصدي کورنۍ دخوراکي تحفظ د نشتوالي سره مخ دي او د دې بنيادي علت غربت او د وسیلو کموت ښودل شوی وو.

خو ازادې سرچینې بیا وایي چې د هیواد دننه تر دې زیات خلک د خوراک د کمي سره مخ دي.

سږکال دجنورۍ په میاشت کې دپاکستان دشماریاتو ادارې پخپل یو رپورټ کې ویلي وو چې د کرونا وایرس په مهال 10 فیصدي کسان د خوراک د کمي سره مخ پاتې شوي دي.

په نړۍ کې په غریبۍ او ولږه د څار ادارې انټرنیشنل فوډ پالیسي ریسرچ انسټي ټیوټ د اندازو له مخې د پاکستان دننه په هرو پینځوو ماشومانو کې یو ماشوم د خوراک دکمي سره مخ دی او یا هم ورته ناسم خوراک ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د خوراک د تحفظ نړيواله ورځ په دې مقصد نمانځل کيږي چې د اولس پام دې ته راوګرځوي چې د انسانانو د روغ صحت، زراعت روزګار، سېلګرۍ او اوږدمهاله پرمختګ لپاره د خوراک له امله راپېدا کېدونکو ستونزو ته پام وشي او د دې د مخنيوي هڅې وشي.

د ملګرو ملتونو ترمخه په عملي توګه څو ګامونه ټاکل شوي دي چې پکې حکومتونه بايد دا باوري کړي چې د هر وګړي لپاره خوراک محفوظ او سم دی.

د دې ترڅنګ په کرونده ګرو باندې زور ورکړل شوی چې د غلې پېدا کولو سمې او ښې طريقې خپلې کړي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې باید کاروباري خلک هم د خوراکي توکو خيال وساتي او ولس ځان په دې پوهه کړي چې هغوي څه خوري نو صحت ته يې کوم زيان خو نه رسوي؟.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG